اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بينټ وايي چې د افغانستان ښځې په دې باور دي چې «جنسيتي اپارتایډ» د طالبانو تر حاکميت لاندې د جنسيتي تاوتريخوالي په تړاو د دوی تجربه «په ښه شکل» بيانوي او غوښتنه کوي چې دا دې د «بشريت پر خلاف د جنايت» په توګه دې په رسميت وپېژندل شي.
ښاغلي بينټ نن (سېشنبه، ۲۹ د غبرګولي) په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په شپږ پنځوسمه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو د خپل نوي راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل چې دی په خپله هم په دې باور دی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځپلو او پر هغوی د ولکې ساتلو سيسټم بايد د جنسيتي اپارتایډ د جنايت بحث را پورته کړي.
ده زياته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر خلاف تاوتريخوالی «ډېر سخت او پراخ» دی او دی دې پايلې ته رسېدلی دی چې ښايي دا تاوتريخوالي د جنسيتي ځورونې او اذيت په شمول د بشريت پر خلاف جنايت وګڼل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ويلي چې د ښځو پر خلاف د طالبانو سياستونه «سيسټماټيک» او «بنسټيز شوي» او د فرمانونو او دستورونو له لارې پلي کېږي.
ښاغلي بينټ وويل چې د تېر ميلادي کال له جون مياشتې راهيسې طالبانو لږ تر لږه ۵۲ فرمانونه ورکړي او په افغانستان کې يې پر ښځو او نجونو بنديزونه نور هم سخت کړي دي.
ده وويل چې دا فرمانونه په پراخه توګه پلي کېږي او ځيني يې په تاوتريخجنه توګه تطبيقېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د افغانستان پر ښځو او ماشومانو د طالبانو د سياستونو د پايلو په تړاو خبرداری ورکړ.
ده وويل چې له زده کړو د ښځو محروميت د دې لامل شوی دی چې هغوی د جبري ودونو له خطر سره مخ شي او د هغوی پر کار کولو بنديز د هغوی مالي خپلواکي ترې اخيستې ده.
ښاغلي بينټ وويل چې په افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني لږکي، همجنسپالان او معلول وګړي له تبعيض او تاوتريخوالي سره مخ دي.
ده وويل چې د طالبانو له لوري د ښځو د ځپونکي او تر ولکې راوستونکي سيسټم ننګول، له منځه وړل او د هغه له عاملينو پوښتنه کول زموږ د ټولو ټوليز مسووليت دی او ټينګار يې وکړ چې په دې لار کې بايد له ټولو ابزارونو او تګلارو ګټه واخيستل شي او هيڅ تګلاره په يوازې سر ګټوره نه ده.
ښاغلي بينټ وويل چې تګلارې بايد پر څلورو موضوعاتو متمرکزې وي: عدالت او [د جنایاتو په تړاو] پوښتنه کول، په سياسي پروسو او ډيپلوماټیکو تعاملاتو کې بشري حقونو او د ښځو غږ ته پاملرنه کول، د مستند سازۍ د بهير پياوړي کول او د افغانستان د ښځو او نجونو او د بشري حقونو د مدافعينو خونديتوب.
ده د افغانستان په اړه د دوحې د درېيمې غونډې جوړېدو ته په اشارې وويل چې دا غونډه يو ښه فرصت دی، تر څو ډاډمن شو چې د ښځو غږ نه څنډې ته کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې د غړو په ځانګړې توګه د ښځو د معنادار ګډون غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د ښځو حقونه بايد د دې غونډې يو له اصلي بحثونو څخه وي.
ښاغلي بينټ د دوحې په درېيمه غونډه کې د طالبانو ګډون ته په اشارې وويل چې طالبان د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت نه دې پېژندل شوي او له دې ډلې سره بايد داسې چلند ونشي.
ده ټينګار وکړ چې طالبانو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې د ملګرو ملتونو تر مديريت د لاندې غونډو شرایط «وتمبوي» او همدا راز يې ټينګار وکړ چې د بشري حقونو په وضعيت کې معنادار او پايدار پرمختګ بايد د افغانستان د راتلونکې مسير مرکزي برخه وي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شپږ پنځوسمې شورا نن په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت وارزاوه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميسار ولکر ترک د دې غونډې په پيل کې وويل چې په افغانستان کې «د ښځو او نجونو پر سيسټماټيکې شکنجې او کړاو» غمجن دی.
همدا راز نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعين او د رسنيو کارکوونکي له نيولو او خپلسري توقيف سره مخ دي او د ملکي وګړو په ځانګړې توګه هزاره ګانو په وړاندې بريدونه دوام لري.