close
انځور: استول شوی

په ننګرهار کې د دوو ترافيکي پېښو له امله څلور تنه مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د یو ماشوم په ګډون څلور کسان په دوو جلا ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي.

یوه ځایي هټۍ وال او عیني شاهد اطلاعات روز ته ويلي چې لومړۍ پېښه تیره ورځ (سې شنبه،٢٩ دغبرګولي) د جلال اباد ښار اړوند «دوه سرکې» سیمه کې را منځ ته شوې او یو موټر سایکل چې درې ځوانان پرې سپاره وو له یو «کرولا» ډوله موټر سره ټکر کړی او پر موټرسایکل سپاره درې واړه ځوانان مړه شوي.

سرچينې ويلي چې د مړو شویو کسانو جسدونه طالب چارواکو د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدولي دي.

د یو بل خبر له مخې د همدې ورځې په جریان کې د جلال اباد ښار اړوند «جوی هفت» سیمه کې «فرونر» ډوله موټر یو ماشوم وهلی چې لومړی سخت ټپي او بیا روغتون ته پر لاره مړ شوی دی.

د موټرچلوونکو چټک تګ، بې احتیاطي او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه ښودل کېږي او د اختر په ورځو کې عموما ترافيکي پېښې تر نورو وختونو زياتې وي.