close

د بښنې نړیوال سازمان: له طالبانو د پوښتنې کولو هڅې کمزورې دي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان ويلي په داسې حال کې چې طالبان په سيسټماټيکه توګه داسې اقدامات کوي چې ښايي د جنسيتي ځورونې او اذيت له مخې د بشريت پر خلاف جنايت وبلل شي، خو په عين مهال کې له دې ډلې د پوښتنې کولو هڅې کمزورې دي.

دې سازمان تېره شپه (سې‌شنبه، ۲۹ د غبرګولي) د يوې اعلاميې د خپرولو له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ د راپور هرکلی کړی او غوښتنه يې کړې چې د بشري حقونو شورا بايد له طالبانو د پوښتنې کولو او حساب غوښتلو لپاره نور اقدامات وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بنسټيز شوي تبعيضي سيسټم او د افغانستان د ښځو او نجونو د انساني کرامت بې احترامۍ ته د بېړنۍ رسيدګۍ لپاره د نړيوالې ټولنې پر همغږې تګلاې ټينګار کړی دی.

ريچارډ بينټ خپل راپور پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په شپږ پنځوسمه غونډه کې وړاندې کړ. ده په دې غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل چې افغان ښځې د جنسيتي اپارتاید په رسميت پېژندنه غواړي.

بينټ وويل چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر خلاف تاوتريخوالی «ډېر پراخ او سخت» دی او دې پايلې ته رسېدلی دی چې ښايي د جنسيتي ځورونې او اذيت په شمول دا تاوتريخوالي د بشريت پر خلاف جنايت وي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي چې په هغه څه کې د طالبانو رول ته په پام چې ښايي د جنسيتي ځورونې او اذيت له مخې د بشريت پر خلاف جنايت وي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا بايد د پوښتنې کولو لپاره نور اقدامات وکړي.

دې سازمان يادونه کړې چې اوس مهال تر زر زياتې ورځې کېږي چې دوه ميليون نجونې له زده کړو بې برخې دي. همدا راز په لسګونو معترضې نجونې ورکې او خپلسرې بنديانې دي او شکنجه کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي چې د افغانستان ښځې له سختو رواني شرایطو او اقتصادي کړکېچ سره مخ دي.

دې سازمان اشارتا ويلي چې غير قانوني وژنې، شکنجه او نور بد چلندونه، په عام محضر کې بدني تنبيه، خپلسرې نيونې، جبري ورکيدنې، د رسنيزو فعالانو، خبريالانو او د بشري حقونو د مدافعينو ځپنه د طالبانو له لوري د بشري حقونو د فاحش نقض موارد دي.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي چې پر شيعه ګانو او هزاره ګانو د داعش ډلې بريدونه هم په افغانستان کې د بشري حقونو نقض ګڼل کېږي.

دې سازمان زياته کړې چې افغانستان د هغو جناياتو له مجازاتو څخه د مصوونيت مخينه لري چې په تېر کې او اوس مهال د طالبانو او نورو جنګي ډلو له لوري شوي دي او يا هم کېږي.

د بښنې د نړیوال سازمان په اعلاميه کې ويل شوي: «موږ په سختې انديښنې سره وايو چې اوس مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي نقض د شواهدو د راټولونې او ساتنې لپاره ځانګړی نړیوال جوړښت نشته تر څو له نړيوالو قوانينو سره سم دا جنايتونه تعقيب شي.»

د بښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په خپله راتلونکې غونډه کې دې د پرېکړه‌ليک د صادرولو له لارې د افغانستان په اړه يو بنسټ را منځ ته کړي تر څو د بشري حقونو د نقض شواهد راغونډ او خوندي کړي.