close
unmultimedia

ملګري ملتونه: د دوحې په غونډه کې له طالبانو سره د رسمي دولت په توګه چلند نه کېږي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال ویاند فرهان حق ويلي چې د دوحې په درېيمه غونډه کې له طالبانو سره په رسميت پېژندل شوي حکومت په توګه چلند نه کېږي.

ده د سې‌شنبې په ورځ (۲۹ د غبرګولي) د يوې خبري غونډې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې «زه غواړم ټينګار وکړم چې موږ له دوی (طالبانو) سره پر ميدان د شته دفاکتو چارواکو په توګه چلند کوو. له دوی سره د افغانستان په رسميت پېژندل شوي دولت په توګه چلند نه کېږي.»

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وويل چې له طالبانو سره بايد د دوحې په غونډه کې د رسمي دولت په توګه چلند ونشي.

ده د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې د غړو په ځانګړې توګه د ښځو د معنادار ګډون غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د ښځو حقونه بايد د دې غونډې اصلي بحثونه وي.

بينټ وويل چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر خلاف تاوتريخوالی «ډېر پراخ او سخت» دی او دې پايلې ته رسېدلی دی چې ښايي د جنسيتي ځورونې او اذيت په شمول دا تاوتريخوالي د بشريت پر خلاف جنايت وي.

ده ويلي چې د افغانستان ښځې د جنسيتي اپارتاید په رسميت پېژندل غواړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال وياند جنسيتي اپارتاید يوه جدی اندېښنه بللې او ويلي يې دي: «موږ غواړو ډاډمن شو چې په افغانستان کې په ټولنه کې د ښځو د قانوني رول درناوی کېږي او لکه په نوره ټوله نړۍ کې چې اړينه ده، بايد مراعت شي.»

د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه له پلان سره سم د چنګاښ مياشتې پر ۱۰ او ۱۱ نېټو د قطر په پلازمينه دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب جوړېږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اعلان کړی دی چې دې ډلې د دوحې د درېيمې غونډې اجنډا ارزولې ده او تر دې وروسته يې په دې غونډه کې ګډون د «افغانستان په ګټه» بللی او د دې ډلې يو پلاوی به دوحې ته ولېږل شي.

ډيپلوماټيکو سرچينو د فرانسې اژانس ته ويلي چې د دوحې تر غونډې وړاندې او وروسته د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره مشورې کېږي، خو په کومو غونډو کې چې د طالبانو چارواکي موجود وي، هلته به ګډون نه کوي.

دې سرچينو ويلي چې د دوحې د غونډو موضوع اقتصادي مسايل او له نشيي توکو سره مبارزه ده.

ملګرو ملتونو تر اوسه په رسمي توګه د دوحې د غونډې د اجنډا او جوړښت په اړه څه نه دې ويلي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ويلي و چې د دې غونډې موخه «په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه له افغانستان سره د نړیوال تعامل زياتول دي».

معترضو ښځو او مدني ټولنې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ښځو حقونو ته دې لومړيتوب ورکړي او ښځې هم بايد په غونډه کې ونډه ولري.

يو شمېر ګوندونو او سياسي جريانونو هم ويلي چې د طالبانو ډله په هيڅ توګه هم د دوحې د غونډې په شمول په هيڅ غونډه او کانفرانس کې د افغانستان د ولس د استازيتوب حق نه لري.

د دې جريانونو په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغانستان د خلګو د اصلي استازو په غياب کې تر هر عنوان لاندې خبرې په حقیقت کې طالبانو ته امتياز ورکول دي او پايلې به ونه لري.