اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش وايي، د طالبانو محدودونکي سیاستونه نه یوازې بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان «احتمالي بې ثباتۍ» کې هم مرسته کوي.
ښاغلي ګوترش پرون (جمعه، ۱ د چنګاښ) مازدیګر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې دا تګلارې د افغانانو پر معیشت ناوړه اغېز کوي او بشرپالی بوج زیاتوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ښځو وضعیت «خواشینوونکی» او «په نړۍ کې د ښځو د حقونو د سرغړونې یوه تر ټولو ښکاره بېلګه» بللې.
هغه وویل: «په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول د تعلیم په ګډون د عامه ژوند په ټولو برخو کې له خپلو حقونو او حیثیت څخه بې برخې دي، چې اغیز به یې په راتلونکو کلونو کې احساس شي.»
ښاغلي ګوتریش ټینګار وکړ چې تلپاتې سوله یوازې د هر اړخیزو خبرو اترو او د ښځو د معنا داره ګډون له لارې ترلاسه کېدای شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د سوله ییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره د طالبانو له خوا د زور کارول او د بیان او غونډو پر ازادۍ د دې ډلې محدودیتونه «اندېښمنونکي» بللي دي.
هغه وويل: “دا د اندېښنې وړ ده چې واکمن چاروکي [طالبان] د رسنيو په عملياتو او اداراتو کې لاسوهنې ته دوام ورکوي. مدني فضا او ازاد مطبوعات د بیان د ازادۍ کلیدي برخې او د خلکو د ګډون کوونکي ژوند یو اړین عنصر دی او باید درناوی یې وشي.»
ښاغلي ګوتریش له طالبانو وغوښتل چې هغه محدودیتونه لغوه کړي چې د افغانستان خلک له خپلو اساسي حقونو څخه محروموي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل، چې په افغانستان کې د داعش بریدونو په پرله پسې ډول هزاره او شیعه ټولنې ګواښلي او هغه دا بریدونه غندي.
هغه دا هم وویل، چې د طالبانو لخوا د چارواکو او پخوانیو سرتیرو په نښه کول دوام لري او دا د «اندېښنې وړ» دي.
ښاغلي ګوتریش د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره پر هڅو ټینګار وکړ او د پخوانیو افغان چارواکو او پوځیانو د خوندیتوب، د هغوی د نیولو او وژلو د څېړلو او او د دغو قضیو د عاملینو په اړه روښانه ځواب ورکول یې مهمه وګڼل.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، افغانستان لاهم له سختو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی، چې د اقلیم د بدلون د ناوړه اغیزو او د نړیوالو مرستو د کموالي له امله لاپسې زیاتیږي او د دغه هیواد یو زیات شمیر اتباع په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان یې سخت اغیزمن کړي دي.
هغه دا هم وویل، چې د افغانستان ثبات او پرمختګ له ګاونډیانو سره په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې په همکارۍ او ارتباطاتو پورې اړه لري، خو یوازې سیمه ییز تعامل نه شي کولای د لنډ مهاله او اوږدمهاله بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ لویو مالي سرچینو ته لاس رسی ولري یا هم یا نړیوالو نورمونو، تنظیمي او مالي میکانیزمونو ته د هیواد لاسرسی او ګډون بیرته راولي.
په افغانستان کې بشري ناورین ته د ځواب ویلو لپاره، د ملګرو ملتونو سرمنشي له هیوادونو څخه وغوښتل چې په «سخاوتمندانه» بشري پروګرامونه تمویل کړي، د افغان کډوالو ملاتړ وکړي او د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره لا زیاته همکاري وکړي.
نوموړي له طالبانو هم وغوښتل، چې پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو لګول شوي محدوديتونه دې لغوه کړي او په بشري چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.
ښاغلي ګوټریس وویل: «په افغانستان کې د بشري پرسونل، شتمنیو او تاسیساتو پر وړاندې تاوتریخوالی د مرستندویه کارکوونکو لپاره یو دښمنانه چاپیریال رامنځته کړی دی. سرپرست چارواکي [طالبان] باید مرستندویه کارکونکو ته د مانع پرته لاس رسی یقیني کړي او هم باید ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې ټاکل شوي ګټه اخیستونکو ته رسول کیږي.»
امنیت
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې ویلي، چې دغه سازمان د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۱۳مې پورې په افغانستان کې د امنیت اړوند دوه زره او ۵۰۵ پېښې ثبت کړي دي.
هغه زياته کړې، چې دغه پېښې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٥٥ سلنه زياتې شوې دي.
انټونیو ګوتریش وویل، د نشه یي توکو په تړاو پېښې ۹۷ سلنه زیاتې شوي، چې تېر کال ۲۱۲ وې، سږ کال ۴۱۸ ته رسیدلي دي. د دغو پېښو ډېره برخه د افغانستان په مرکزي، شمال ختیځ، سویل ختیځ او سویلي سیمو کې رامنځته شوې دي او د ډېرو دغو پېښو د رامنځته کېدو لامل د کوکنارو پر کښت د بندیز د پلي کېدو لپاره د طالبانو هڅې بلل شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د ځمکې پر سر شخړې هم د ۲۰۲۳ کال په همدې موده کې له ۲۰ پېښو څخه سږ کال ۵۱ پېښو ته لوړې شوي چې ۱۵ پېښې په سویل کې او ۱۰ پېښې د افغانستان په ختیځ کې ثبت شوې دي.
هغه زياته کړې، چې په افغانستان کې وسله والې شخړو هم تېر کال له ٧٥ موردو څخه سږ کال ١٠٦ موردو ته لوړ شوي، خو د کور د بمونو له امله رامنځته شوې چاودنې له ٢٩ موردو څخه ١٩ موردو ته راټيټې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي چې د طالبانو وسله والو مخالفینو د دې ډلې د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د پام وړ ننګونه نه ده رامنځته کړې، خو د «افغانستان ملي مقاومت جبهې« او «د افغانستان د ازادۍ جبهې» د دغې ډلې پر ضد تأیید شوي بریدونه کړي دي.
د دغه راپور له مخې، «د افغانستان د ازادۍ جبهې» د طالبانو پر ضد ۱۴ بریدونه کړي، چې ټول یې په کابل کې شوي او د «افغان ملي مقاومت جبهې» په کابل کې د ۲۰ بریدونو په ګډون، د دغې ډلې پر ضد ۲۹ بریدونه کړي دي.
په تخار کې شپږ بریدونه، په بغلان کې دوه بریدونه او پروان کې یو برید شوی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، چې د فبرورۍ له ۲۸مې څخه د مې تر ۱۵مې پورې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې شپږ بریدونه کړي چې څلور یې د طالبانو پر ضد او دوه یې د شیعه ګانو پر ضد دي.
نوموړي په دغه راپور کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتو او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو د شتون له امله پر افغانستان باندې د پاکستان هوايي بریدونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
بشري حقونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې ویلي، چې یوناما له طالبانو سره په سیمه ییزه او مرکزي کچه د بشري حقونو د پراخو مسایلو په اړه خپل تماس ته دوام ورکړی او د بشري حقونو په ګډون یې دغې ډلې ته په توقیف ځایونو کې د شکنجې او ناوړه چلند مخنیوی او د عادلانه محاکمې حق د پوهاوي په برخه کې غونډې جوړې کړې دي.
هغه په دغه راپور کې په لاس جوړ شوي بمونو او ناچاودیدونکو مهماتو چاودنې د بشري حقونو تر عنوان لاندې ځای پرځای کړي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په کور دننه د بمونو په کارولو سره ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي. وژل شوي ټول نارینه وو، خو په ټپیانو کې ۶۳ نارینه، څلور ښځې او یو هلک شامل دي.
د دغه راپور له مخې، ناچاوده توکي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل کېږي، چې ډېری یې ماشومان دي. په دغه راپور کې د ناچاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د ۳۶ هلکانو او ۸ نجونو په ګډون ۴۴ ماشومان وژل شوي او د ۹۹ هلکانو او ۱۷ نجونو په ګډون ۱۱۶ ماشومان ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د پخوانیو چارواکو او سرتیرو خپلسري توقیف، شکنجه، ناوړه چلند او له قانوني پلوه د غیر قانوني وژنو راپورونه دوام لري او د روان کال د فبرورۍ او می میاشتو ترمنځ، یوناما لږ تر لږه درې قضیې راپور کړې دي. د غیر قانوني وژنو، د خپل سري توقیف ۳۷ قضیې او د چارواکو د شکنجې او بد چلند څلور قضیې ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې یوناما شپږ غیر قانوني وژنې، ۳۵ خپل سري نیونې او توقیفونه او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او داعش سره د تړاو په تور د شکنجې او بد چلند دوه قضیې ثبت کړي دي.
انټونیو ګوتریش په دغه راپور کې ویلي، چې طالبانو د دغه راپور په موده کې په غزني او جوزجان ولایتونو کې درې کسان په عام محضر کې اعدام کړي او په عام محضر کې یې د خلکو بدني مجازاتو ته دوام ورکړی دی.
نوموړي په دغه راپور کې د ښځو، رسنیو او مدني اعتراضونو او غونډو پر وړاندې د طالبانو له لوري د بندیزونو دوام ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو پر ضد د انتقادي راپورونو له امله نیول کېږي او سوله ییز لاریونونه ځپل کېږي.
بشري مرستې
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، افغانستان د څلورو لسیزو جګړو له پایلو، د اقلیم د بدلون له ناوړه اغېزو، پرله پسې طبیعي پېښو، بې وزلۍ او په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون پر وړاندې له خنډونو او زده کړو ته د لاسرسي په ګډون له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
هغه زیاته کړې، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دا وضعیت د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله کړکېچن شوی دی.
انټونیو ګوتریس ویلي، چې د ننګونو سره سره، د مرسته رسوونکو بنسټونو ټولنې هڅې د خطر کمولو قوي اقداماتو او عام وسیلو له لارې بیړنۍ اړتیاوې په ګوته کړي ترڅو د کیفیت برنامې لپاره لږ تر لږه معیارونه وساتي.
هغه زیاته کړې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ، د بشردوستانه همکارانو شمېر ۹.۹ میلیونه کسانو ته رسېدلی چې لږ تر لږه یو ډول بشردوستانه مرستې لري، چې په دې کې ۸.۶ میلیونه کسان د خوړو او معیشت ملاتړ، ۲.۴ میلیونه خلک روغتیايي خدمتونه، ۱.۲ میلیونه خلک د اوبو او روغتیا ساتنې خدمتونه لري او ۲.۴ ملیونه ماشومان او امیندواره / شیدې ورکونکي میرمنې د تغذیې خدماتو سره.
د ملګرو ملتو سرمنشي د دغه راپور په وخت کې د بشري فعالیتونو په اړه د طالبانو نویو محدودیتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دغې ډلې د نورو شیانو ترڅنګ په غیردولتي موسېساتو کې د تدارکاتو او استخدام په بهیر کې د ګډون غوښتنه کړې.
هغه ویلي، طالبانو هم د غیردولتي موسېسو د بیا ثبت غوښتنه کړې، چې د ښځو په مشرۍ موسېساتو یې ځانګړی اغېز کړی دی.
له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د مرستندويه ادارو په ګډون يې پر فعاليتونو پراخ محدوديتونه وضع کړي او ښځې يې له دې ادارو سره له کار کولو منع کړې دي.
پر دې سربیره دغې ډلې د یو شمیر مرستندویه موسېساتو دفترونه تړلي او د دغو موسېساتو کارکوونکي یې نیولي دي.
وروسته له هغه چې دغې ډلې د افغانستان واک تر لاسه کړی، په بشري چارو کې د دغې ډلې د لاسوهنې په اړه څو راپورونه خپاره شوي او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکې ادارې ویلي، چې طالبان له افغانستان سره د امریکا له بشري مرستو ګټه پورته کوي.