اطلاعات روز: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته ویلي، چې د داعش او القاعده «ترورېستي ډلو» اصلي هستې لاهم په افغانستان کې شتون لري.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي لاوروف پرون (جمعه، ۱ د چنګاښ) د قزاقستان په پلازمېنه الماتا ښار کې خبریالانو ته ویلي، چې د دغو ډلو د حضور له امله له افغانستان څخه ګواښونه دوام لري.
په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له طالبانو سره د معناداره او پروژه محوره خبرو غوښتونکي وو.
هغه زیاته کړې: «په ټوله کې، موږ د لا باثباته، دوامداره او بنسټیزو خبرو اترو د رامنځته کولو پلوي یو، چې موخه یې د طالبانو له حکومت سره د واقعي پروژو عملي کول دي چې په حقیقت کې د هېواد کنټرول په لاس کې لري. دا د بحثونو په جریان کې غالب نظر و.»
د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د روسیې، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او بلاروس د بهرنیو چارو وزیرانو حضور درلود.
په دغه ناسته کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو د کنټرول د پياوړتيا لپاره د ډله ييز امنيتي تړون د سازمان د طرحې د تصويب غوښتنه وکړه.
وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، تاجکستان په پرله پسې ډول له افغانستان څخه خپل هېواد ته د ترهګرو د نفوذ په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
دغه هېواد له افغانستان سره د خپلو پولو د کنټرول د پياوړتيا طرحه د ډله ييز امنيتي تړون سازمان ته سپارلې، چې دغه طرحه د یاد سازمان له خوا تصويب شوې ده.