د ارزګان د مرکز ترینګوټ ښار اوسیدونکي او سوداګر وایي، دغه ښار پر پخوانۍ نقشه جوړ او د نفوس زیاتوالي سره بیا هم ځایي حکومتونو دغلته د بیا رغونې کارونو ته اجازه نه ده ورکړې، چې له امله یې ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته، تجارتي ځایونه تنګ او کرایې لوړې شوي دي.
خلک زیاتوي، اوس مهال په ترینکوټ ښار کې د دوکانونو کرایې لوړې او په ټول ښار کې داسې اساسي سوداګریز مارکیټونه نشته چې خلک په کې ورځنۍ راکړه ورکړه وکړي. دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دغه ستونزې د حل لپاره دې خلکو او په ځانګړي توګه تجارانو ته اجازه ورکړي، ترڅو ښار کې نوې ودانۍ او تجارتي مارکیټونه جوړ کړي.
په ښار کې د باچا په نوم يو دوکاندار چې دا مهال یې د خپل کاروبار لپاره يو دوکان په ۱۰ زره افغانۍ کرايه نيولی وايي، چې په ښار کې ورځ تربلې نفوس زياتيږي او شته ودانۍ او دوکانونه له یوې خوا زاړه او له بلې خوا دولت خلکو ته اجازه نه ورکوي چې نوې ودانۍ جوړې کړي.
نوموړي وویل: «دلته خلک يو دوکان نه شي پیدا کولای دغه رغول شوي دوکانونه هم پر پخوانۍ نقشه دي ډير زاړه شوي دي دا ويره شته چې ويجاړ به شي کرايې يې هم ډير لوړي دي ما خپله يو دوکان په ۱۰۰۰۰ افغانۍ نيولی دی د دولت څخه غوښتنه کوو چې په ښار کې تجارانو ته اجازه ورکړي ترڅو په ښار کې د بیارغوني کارونه وشي.»
ورته مهال ترینکوټ ښار کې ميشت تجاران هم غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې په ښار کې د بیا رغونې کارونو ته اجازه ورکړي، ترڅو سوداګريز مارکيټونه جوړ او د خلکو ستونزې هوارې شي.
په ارزګان ولايت کې يو تن سوداګر عبدالواسع شرافت وايي، په ټول ترینکوټ ښار داسې یو تجارتي مارکیټ نشته چې خلک په کې کاروبار وکړي او دوی چې د یادې ستونزې د حل په موخه د ميليونونو افغانيو په ارزښت د يوه تجارتي مارکيټ د رغيدو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې کړې وې، د طالبانو حکومت یې کار درولی او ورته اجازه یې نه ده ورکړې چې چارې یې بشپړې کړي.
نوموړی زیاتوي، چې د حکومت ټول شرايط يې پوره کړي او غوښتنه کوي چې د دوی د مارکيټ د رغنیزو چارو بشپړیدو ته دې اجازه ورکول شي.
هغه وويل: «په ټول ښار کې خلک د خپل کاروبار لپاره هره ورځ په دوکانونو پسې ګرځي موږ دغه څو کاله کېږي د يوه تجارتي مارکيټ د رغيدو چارې پېل کړي وې، خو د حکومت لخوا څخه زموږ کار کولو مخه ونیول شوه د حکومت ټول هغه شرايط چې دوی يې د بیارغونې په برخه کې لري موږ پلي کولو ته چمتو يو، خو د حکومت څخه غوښتنه کوو چې موږ ته دې اجازه راکړي چې کار وکړو.»
د ارزګان ولايت يو بل تجار حاجي عبدالقدير هم د ورته ستونزې یادونه کوي او وایي، که حکومت دوی ته د کار اجازه ورکړي چمتو دي چې په ترينکوټ ښار کې د تجارت او د خلکو د اړتياوو پوره کيدو لپاره مناسب ځايونه جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه: «زموږ په ټول ترينکوټ ښار کې داسې مسافرخانه نشته چې يو څوک دې د شپې ناوخته راشي او دلته دې شپه په کې تېره کړي ښاروالۍ تجارانو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي زموږ ښار ډير ګډوډ دی موږ غوښتنه کوو چې زموږ يادو ستونزو ته حکومت پام وکړي.»
بلخوا ارزګان کې د طالبانو ځایي مسوولين هم په ترينکوټ ښار کې د بیا رغونې په کارونو بندیز مني، خو وايي چې دا مهال په ترينکوټ کې ۷۰ سلنه د رغيدو چارې غيرې قانوني ترسره شوي اوپه وینا يې چې د ستونزې د حل لپاره غواړي اصلاحي پلان تطبیق کړي.
دوی زیاتوي، چې ترهغو خلکو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي ترڅو چې د دوی لخوا څخه اصلاحي پلان نه وي تطبیق شوی.
په ارزګان کې د طالبانو یوه مسوول د نوم نه یادولو په شرط وویل: «زموږ د ترينکوټ په ښار کې په تېرو وختونو کې ۷۰ سلنه رغنيزې چارې د ماسټر پلان خلاف ترسره شوي اوس اړتيا ده چې دغه ۷۰ سلنه ودانۍ ټولې ويجاړې شي، خو که دا ودانۍ ويجاړې کيږي زيان يې بیرته خلکو ته رسيږي موږ غواړو په ترينکوټ ښار کې اصلاحي پلان تطبیق کړو چې ورسره به خلک د ډير زيان رسيدلو څخه وژغول شي.»
تردې وړاندې هم د ترينکوټ ښار اوسيدونکو د ياد ښار د پراخيدو غوښتنې کړې وې، خو دغو غوښتنو ته تر اوسه چا مثبت ځواب نه دی ورکړی.