close
Photo: BNA

د لاوروف څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: له ټولو اړخونو سره هر اړخيزو او نتيجه محوره خبرو ته تيار يو

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګيي لاوروف د وروستيو څرګندونو هرکلی کړی دی او ويلي يې دې چې له ټولو اړخونو سره هر اړخيزو او نتيجه محوره خبرو ته چمتو دي.

لاوروف د ټوليز امنيت د تړون د سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ويلي چې دا هيوادونه له طالبانو سره د معنادارو او پروژه محوره خبرو غوښتنه کوي.

ده زياته کړې: «په ټوله کې د باثباته، مستمرو او اساسي خبرو غوښتونکي يو چې هدف يې د طالبانو له هغه دولت سره چې د هيواد واک ورسره دی، د واقعي پروژو عملي کول وي. دا په بحثونو کې غالب نظر و.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت نن (يکشنبه، ۳ د چنګاښ) په يوه اعلاميه کې ويلي: «اسلامي امارت (طالبانو) بيا-بيا ټينګار کړی دی چې د يوه مسوول حکومت په توګه تيار دی چې له ټولو اړخونو سره پر مشترکو مسايلو هر اړخيزې او نتيجه محوره خبرې وکړي.»

همدا راز سرګيي لاورف ويلي چې په افغانستان کې لا هم د داعش او القاعدې په شمول د «ترهګرو ډلو» هستې شته دي او د دې ډلو ګواښونه پر ځای پاتې دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د روسيې په شمول ټولو هيوادونو ته وايي چې په افغانستان کې د «اشغال په پای ته رسېدو سره» د ناامنۍ عوامل ختم شوي دي.

روسيې او په مرکزي اسيا کې يې متحدينو بيا-بيا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه انديښنې څرګندې کړې دي.

دې هيوادونو د مرکزي اسيا او د افغانستان د شمالي پولو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.