اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تېره ورځ (يکشنبه، ۳ د چنګاښ) يو زر او ۴۱ تنه کډوال په رضاکارانه او جبري توګه له ايرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا کډوال په نيمروز ولايت کې د «پل ابریشم» له لارې هيواد ته راغلي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ويلي چې په دې افرادو کې ۴۸۶ تنه د اړمنو په توګه تشخيص شوي او د کډوالۍ د نړيوال سازمان له لوري ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.
دې وزارت زياته کړې چې ۱۳۰ تنو ته يې سيمکارټونه ورکړي او ۱۵۶ تنو نورو هم روغتيايي خدمات لاس ته راوړي.
د طالبانو د کډوالو چارو د وزارت له اعلاميې سره سم، په دې افرادو کې شپږ تنه بې سرپرسته ماشومان هم و چې «پي ايم او» موسسې ته ور معرفي شوي دي.
د روانې اونۍ د شنبې په ورځ هم ۹۶۷ تنه کډوال په جبري او رضاکارانه توګه له ايرانه افغانستان ته ستانه شوي وو.
په وروستي يوه کال کې له ايرانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهير پرلپسې دوام لري.
د تېر لمريز کال په وروستيو ورځو کې ايراني چارواکو اعلان کړی و چې تر ۵۲۰ زره زيات افغان کډوال يې شړلي دي.