close
@alinazary on X

د «ويانا بهير» څلورمه غونډه د افغانستان د يو شمېر سياسي څېرو په ګډون پيل شوه

اطلاعات روز: د «ويانا بهير» څلورمه غونډه نن (دوشنبه، ۴ د چنګاښ) د اتريش په پلازمېنه کې د افغانستان د يو شمېر سياسي څېرو په ګډون پيل شوه.

په خپرو شويو انځورونو کې ليدل کېږي چې په دې غونډه کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود، د وحدت اسلامی مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق او د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» لوړو پوړو غړو، د بهرنيو چارو پخواني وزير رنګين دادفر سپانتا او يو شمېر نورو سياسي او مدني څېرو ګډون کړی دی.

د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د بهرنيو اړيکو مسوول علی میثم نظري پر ايکس ليکلي: «نن د څلورم ځل لپاره د ويانا بهير سياسي او مدني ځواکونه راټول کړي تر څو د افغانستان د ولسواک راتلونکې لپاره ګډ کار وکړي.»

ده زياته کړې: «په دې غونډه کې د هيواد له بېلابېل قومونو او مذهبونو څخه د مخکښو څېرو په ګډون تر ۶۵ د زياتو سياسي او مدني ډلو مشرانو او استازو ګډون کړی دی.»

د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د بهرنيو اړيکو مسوول ويلي چې دا غونډه د دوحې تر مذاکراتو يوه اونۍ وړاندې کېږي چې طالبان پکې په «نړيوال جبر» سره هڅه کوي «کاذب مشروعيت» تر لاسه کړي.

ښاغلي نظري زياته کړې: «موږ د افغانستان په چارو کې له ټولو ښکېلو هيوادونو غواړو چې د خوشالولو او خيال بافۍ مات شوی سياست پرېږدي او د دې پر ځای بايد د ويانا په څېر د سياسي بهيرونو ملاتړ وکړي چې موخه يې خلګو ته خدمت او هغه هيواد ته د عزت او مشروعيت راستنول دي چې له تېرو درو کلونو راهيسې پاشل شوی دی.»

د «ويانا بهير» د غونډو کوربتوب د اتريش د نړيوالو چارو د مطالعاتو موسسه کوي.

د دې بهير په درو لومړنيو غونډو کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو او ډلو پر اتحاد ټينګار شوی دی.