close

د کانکور په ازموینه کې د سویلي حوزې د ځوانانو کم رنګه ګډون؛ طالبانو هیلې مړې کړي

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت په تېرو دریو کلونو کې د کانکور د ګډونوالو شمیر د هیواد په ټولو ولایتونو په ځانګړي توګه په کندهار، هلمند او ارزګان کې کال په کال راکمیږي او سږ کال له دغو دریو ولایتونو څه باندې ۴۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو، چې د تېر په پرتله دغه شمیر په بېساري ډول کم شوی دی.

نه يوازې سږ کال په ياده حوزه کې د کانکور په ازموينه کې د ګډونوالو شمير کم شوی، بلکې د کلونو راهيسې دغه لړۍ روانه ده او هر نوی کال د تېر په پرتله د ګډوالو شمير کمېږي، چې دې چارې خلک انديښمن کړي او په وينا يې چې د طالبانو سرپرست حکومت باید دې برخې ته پام وکړي او له انحصار طلبۍ او محدودیتونو دې لاس واخلي ترڅو ځوانان په خپل هیواد کې د مالکیت احساس وکړي او د ښه راتلونکي په تمه په ډاډه زړه په خپل هیواد کې زده کړې وکړي.

ځوانان وایي، په اداري بستونو د طالبانو انحصار او واسطه بازي، بې کاري، افتصادي ستونزې، د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو بندیز، ټولنیز محدودیتونه، عصري زده کړو ته نه پاملرنه… هغه عوامل دي چې زده کړو سره یې د ځوانانو لېوالتیا کمه کړې او له همدې له امله زیات شمیر ځوانان له خپل راتلونکي ناهیلي شوي دي.

هلمند

هلمند د افغانستان له لویو او نفوس لرونکو ولایتونو ګڼل کېږي، چې سږ کال له دغه ځایه د کانکور په ازموینه کې یوازې ۱۷ سوه زده کوونکو ګډون کړی وو، په داسې حال چې تېر کال (۱۴۰۲) له دغه ولایته دوه زره او ۳۴۲ کسانو د کانکور ازموینه ورکړې وه.

هلمند کې ځوانان وایي، په اداري بستونو د طالبانو انحصار، د نجونو پر زده کړو بندیز، بي کاري او اقتصادي ستونزې هغه عوامل دي چې له زده کړو سره یې د ځوانانو لېوالتیا کمه کړې ده.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی محمد قاسم چې سږ کال یې کانکور ازموینه کې ګډون نه دی کړی اطلاعات روز ته وویل، چې نورو زده کړو ته هیله نه لري ځکه تر دې وړاندې یې دوه ورونه له پوهنتون څخه فارغ شوي، خو لاهم بې کاره ګرځي.

نوموړي وویل: «پوهنتون اوس څه ګټه کوي، طالبان د پوهنتون فارغینو ته وظیفې نه ورکوي، دا دی زما یو ورور انجینر دی بل د حقوقو څخه فارغ دی، دواړه بېکاره دي، تر دې چې یو ځای یې مستريتوب زده کړی وای اوس به یې ښه کارونه جوړ وو.»

د محمد سلیم په نوم د لښکرګاه ښار اوسیدونکی چې سږ کال د شهید عبدالمتین عالي لیسې څخه فارغه شوی، وایي د لوړو زده کړو لپاره هیڅ انګیزه نه لري.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکی محمد سلیم چې سږ کال د دغه ښار د شهید عبدالمتین عالي لېسې څخه فارغ شوی د زده کړو دوام ته هیڅ لیوالتیا نه لري او وایي: «زما ډیر ملګري چې زما سره یو ځای فارغ شوي، تر اوسه یې د کانکور ازموینه نه ده ورکړې، په صنف کې ۴۵ کسان وو یوازې پنځه یا شپږ کسانو د کانکور امتحان ورکړ، مخکې به لا دا انګیزه وه چې یو څوک به له پوهنتونه فارغ شو یو ځای به کار ورته پیدا شو، اوس چې فارغه شې څه شی به کوي، زموږ لپاره اوس د زده کړو هیڅ انګیزه نه ده پاتې.»

هلمندي ځوانان وایي، کومو کسانو چې زده کړې کړي او بې کاره ګرځي، نو دې چارې دوی هم له زده کړو پر شا کړي دي. انځور: خواله رسنۍ

همدارنګه د کورنیو اقتصادي ستونزې بل هغه عامل دی چې ځوانان یې له زده کړو شاته کړي. یو شمیر ځوانان چې په کانکور ازموینه کې یې ګډون نه دی کړی وایي، د زده کړو سره مینه شته، خو د کورنۍ سرپرستي او کمزي اقتصاد دېته اړ کړي چې د زده کړو پرځای کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.

د لښکرګاه ښار اوسیدنکی عبدالوارث چې تازه له دولسم ټولګي فارغ شوی په خپلو خبرو کې داسې وویل: «زه د پلار مشر زوی یم، پلار مې له معلمۍ څخه تقاعد شوی، بدمرغي دا ده چې اوس هغه تقاعد هم نشته چې زموږ یو ګوزاره پرې شوی وای، علاقه مې ډیره وه چې د کانکور په ازموینه کې برخه واخلم، خو اوس د بل کس سره منشي یم که ورنشم د کار څخه مې پسې اخلي.»

دغه راز د هلمند په لېرې پرتو ولسوالیو کې لاهم د زده کړې او کتاب کلتور پیکه دی، زیات شمیر میندې او پلارونه خپل اولادونه ښوونځیو ته نه لیږي، که څه هم په خانشین، موسی قلعه، واشیر، نوزاد او بهرامچه کې د پخوا په څیر جګړه نشته، خو لاهم د ګوتو په شمیر ځوانان ښوونځيو ته ځي او ډیر کم یې د کانکور ازمویني ته زړه ښه کوي.

سید احمد چې د خانشین ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او لښکرګاه ښار ته په دې موخه راغلی و چې له دولسم ټولګي څخه فارغ شي، خو نوموړی سخت خواشینی دی او وایي، چې پلار یې اجازه نه ده ورکړې چې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي.

هغه وویل: «دغه مکتب ما دلته په ښار کې په ډیر تکلیف ووایه، پلار ته مې وویل چې زه به د کانکور امتحان ورکړم او څلور کاله پوهنتون به ووایم، خو هغه بد او رد راته وویل چې د ځمکې او حیوانانو کار به څوک کوي.»

په هلمند کې د لوړو زده کړو سره د ځوانانو کمه لېوالتیا او د کانکور په ازموینه کې نه ګډون د خصوصي او دولتي پوهنتونو مسوولین هم اندیښمن کړي او وایي، په سږني کانکور کې د هلمندي ځوانانو کم شمیر ګډون ناهیلي کړي دي.

د پوهنتون استاد اسدالله چې د دولتي پوهنتون ترڅنګ په خصوصي پوهنتونو کې هم تدریس کوي وایي، چې هلمند کې ډیر خصوصي پوهنتونونه د محصلینو د نشست سره مخ دي او زیاتوي چې د دې چارې دوام به په ښوونیز نظام کې ناورین ته لاره هواره کړي.

هغه وویل: «څلور میاشتې وړاندې موږ بُست پوهنتون کې ۴۰۰ وړیا تحصیلي بورسونه اعلان کړل، چې یوازې ۱۴۰ کسانو په کې ګډون وکړ، اوس هر پوهنتون زیات شمیر محصلین وړیا نیسي تر څو یې پوهنتون سقوط نه شي، خو بیا هم محصلین علاقه نه لري، دا واقعا د تشویش ځای دی.»

د هلکانو تر څنګ په هلمند کې زیات شمیر نجونو هیله لرله چې سږ کال به ورته په کانکور کې د ګډون اجازه ورکړل شي، تر دې وړاندې په ۱۳۹۹ کال کې هلمند کې د نجونو په ګډون ۳۴۵۷ تنو د کارنکور په ازموینه کې ګډون کړی وو چې د دې جملې څخه ۳۸۷ تنې یې نجونې وې.

حمېده چې د دوو کلونو څخه د کانکور ازموینې په تمه ده، وایي ۱۲ کاله یې په لوړو نومرو ښوونځی لوستې او هیله یې لرل چې ډاکتره شي، خو د کانکور ازموینې ته له چمتوالي سره سره له دوو کلونو څخه اجازه نه ده ورکړل شوې او په دې سره یې ټولې هیلې په اوبو لاهو شوي.

هغې اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل: «سږ کال مې اخیري هیله وه چې نجونو ته په کانکور کې د ګډون اجازه ورکړل شي، خو هغسې ونشول، دغه توپیري چلن موږ ډیرې ځوروي، ډیره خفه یم چې زده کړي مې همداسې نیمګړې پاته شوې.»

د دې ترڅنګ نوریه هم یوه بله د دولسم ټولګي فارغه ده چې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې ته یې چمتوالی نیولی وو، خو د ګډون اجازه ور نه کړل شوې.

هغه وایي، هیله یې لرل چې د خپلي خوښي پوهنځي ته بریالۍ شي او هیله یې لرل چې تر واده کولو وړاندې پوهنتون خلاص کړي، خو اوس چې د واده کولو لپاره ورباندې فشار زیات شوی، ناڅرګند او بې برخلیکه راتلونکي ناهیلي کړې او په روحي ستونزو اخته شوې.
نوموړې وویل: «غواړم چې زما پیغام ستاسو له طریقه د طالبانو مسوولانو ته ورسیږي، چې هیله کوو نور د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې خلاصې کړئ، دا زموږ انساني او اسلامي حق دی او باید راکړل شي.»

کندهاري ځوانان وایي، د طالبانو محدودیتونه او عصري زده کړو ته د دغې ډلې نه پاملرنه د دې لامل شوي، چې ځوانان له زده کړو تیښته وکړي او یو بل کاروبار ځانته وګوري. انځور: خواله رسنۍ

کندهار

په داسې حال کې چې له کندهار څځه د کانکور په ازموینه کې یوازې ۱۸۸۰ کسانو ګډون کړی، خو دا شمېر د تېرو لسو کلونو په پرتله تر ټولو ټیټ بلل شوی دی. تېر کال بیا له دې سره په لږ تفاوت یوازې ۱۹۲۵ کسانو په کانکور ازموینه کې ګډون کړی وو.

کندهار کې یو شمېر ځوانان وایي، راتلونکي ته ناهیلي، کار اهل کار ته نه سپارل، اقتصادي ستونزو او یو شمېر نورو خنډونو له امله نه غواړي لوړې زده کړې وکړي.

کندهاري کې له دولسم ټولګۍ فارغ شوی زده کوونکی قدرت الله نوري وایي، ځوانانو ته د طالبانو د حکومت نه پاملرنه دغه قشر ناهیلي کړی او دا مهال زیات شمیر ځوانان د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله په رواني ناروغیو اخته شوي او لوړو زده کړو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي وویل: «ډير خلک درسو ته اوس زړه نه ښه کوي په دې خاطر دوی ته د کور مشکلات ور د غاړي دي، نور دغسې مشکلات دي چې ور د غاړې شوي، نو ځکه دوی نه شي کولای درسو ته زړه ښه کړي، ډير ځوانان دي چې اوس په دا رواني ناروغۍ اخته شوي، که څه هم د مسوولینو لخوا څخه کومه پاملرنه دوی ته نشته چې دوی ته یو زمنیه برابر کړي د کار یا داسې نور فرصتونه ورکړي ترڅو دوی هم کار وکړي او هم خپل درسونو ته ادامه ورکړي.»

هغه کندهار کې د طالبانو د ځوانانو چارو امریت په دې مکلف ګني چې ځوانانو ته د رواني ناروغیو په درملنه او کاري اسانتیاوو په رامنځته کېدو کې رغنده رول ولوبوي.

د دولسم ټولګي یو بل فارغ یوسف ارماني وایي، تېرو دریو کلونو کې د طالبانو د ناسمې حکومتولۍ له کبله د ځوانانو او لوړو زده کړو ترمنځ واټن ډیر شوی، نو ځکه ځوانان د لوړو زده کړو پر ځای کار او شخصي تجارت ته زړه ښه کوي.

یوسف زیاتوي، که څه هم اقتصادي ستونزو، روحي او رواني مشکلاتو او یوشمېر نورو خنډونو د کندهاري ځوانان د زده کړو هیلې وژلي، خو له ځوانانو غواړي چې ستونزو پر وړاندې ودریږي او پرېنږدي چې نور کسان یې هیلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «د حکومت څځه مو دغه غوښتنه ده چې ځوانان درس او تعلیم ته تشویق کړي، ځوانانو ډيرې هیلې درلودې هغه ټولې له خاورو سره خاورې شوې، بل خنډ دادی چې اوسني حکومت ټوله استادان، اداري کارمندان او نوره خدمه له وظیفو څخه ایسته کړل او خپل کسان یې کېنول نو په دې خاطر هم د ځوانانو او تعلیم ترمنځ فاصلې ډيرې شوي، زه خپله ډير ناهیلی یم، سږ کال مې دوهم کال دی کانکور کې ثبت نام نه کوم ځکه کار اهلې کار ته نه سپارل کېږي.»

همدارنګه کندهار کې د اقتصاد پوهنځي محصل اجمل صدیقي وایي، په دې ولایت کې په زیاته کچه لیسانس او ماسټر ځوانان بې کاره ګرځي او پر ځای یې نالوستي کسان ګمارل شوي دي.

صدیقي زیاتوي، چې د طالبانو حکومت له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه مدرسو ته ډیره پاملره کوي، چې له همدې امله ځوانان له لوړو زده کړو ناهیلي او شخصي کاروبار ته زیاته ترجیح ورکوي.

ده وویل: «دا څو کلونو کې تعلیم ډیر پس پاتې دی زموږ په ټولنه کې یو علت یې همدا د بې کارۍ دی، دا اوس په زرهاوو کسان یوازې په کندهار کې نه بلکې د افغانستان په هر ولایت کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه کسان دي اسناد لري، بیا هم اوس بې کاره دي یا هم داسې وظیفې ور رسېږي چې د دوی له سویې سره برابرې نه وي،  نو دغه یې وجه ده چې خلک تعلیم ته زده نه ښه کوي، دوی غواړي شخصي کاروبار شروع کړي، حتا په لاس کراچۍ خوشحاله وي نه په تعلیم کولو.»

دغه راز کندهار کې د پوهنتون استاد ثناالله عزیزي بیا زیاتوي، چې ډیر ځوانان د کورني مالي ملاتړ نشتون او وروستیو تحولاتو له امله له زده کړو زړه توري شوي او هڅه کوي چې په قاچاقي لارو هیواد پریږدي.

نوموړي وویل: «د ټولنې زیاتره ځوانان ګیلمن دي، زیاتره یې د بې کارۍ او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي، دې ستونزو ته خاصه پاملرنه نه ده شوې، وروستیو تحولاتو هم د ځوانانو پر حالت او تعلیم اغیزې کړي، د دې لپاره باید حکومت یو معلومه تګلار پیدا کړي، بل حکومت باید د دې لپاره کمپاین وکړي چې ځوانان د همدې لارې لوړو زده کړو ته مخه کړي، اوس وخت کې ځوانان تشویق ته اړتیا لري، دوی ته باید مثبته روحیه ورکول شي.»

په ورته وخت کې د کانکور د امادګۍ د یو خصوصي روزنیز مرکز مسوول چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، د تېرو څلورو کلونو په پرتله یې په زده کړیالانو کې د پام وړ کموالی راغلی، چې نور کلونوه به شاوخوا ۱۰۰۰ ځوانان روزل، خو سږ کال دغه ۲۵۰ کسانو ته راټیټ شوی وو.

د ارزګان د لوړو زده کړو په موسېسه کې د سږ کال کانکور ازموینې صحنه

ارزګان

ارزګان بیا په سویل کې له هغو ولایتونو دی چې نه یوازې سږ کال په کې د کانکور د ګډونوالو شمیر تر پخوا کم شوی بلکې دغلته له کلونو راهیسې د زده کړو د پرمختګ په برخه او د کانکور په ګډونوالو کې کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی. تېر کال (۱۴۰۲) له دغه ولایته ۶۴۴ کسانو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی وو، چې سږ کال بیا دغه شمیر ۵۲۱ کسانو ته راښکته شوی، خو په تېر جمهوري نظام کې هم د ګډونوالو شمیر تر ۱۰۰۰ کسانو نه دی پورته شوی؛ په داسې حال کې چې له ښوونځیو زیات کسان فارغیږي، خو د بېلابېلو لاملونو له کبله په کانکور ازموینه کې ګډون نه کوي.

د حبیب الله حبیب په نوم د ارزګان يو اوسيدونکی چې د کلونو راهیسې یې د ارزګان په بېلابېلو دولتي ښوونځيو کې دندې ترسره کړي وايي، چې د کورنيو او دولت نه پاملرنه، د تعليم د ارزښت په اړه کم پوهاوی، دښوونيزو مرکزونو کمښت هغه لاملونه دي چې د کانکور په ازموينه کې یې د ګډونوالو په شمیر منفي اغیز کړی دی.

هغه وايي، چې د کانکور په ازموينه کې هر کال د ګډونوالو کمښت د اندیښنې وړ خبره ده، چې باید پاملرنه ورته وشي.

ددغه کسانو  له ډلي څخه يو هم صفي الله دی چې په ۱۴۰۲ کال کې په ترينکوټ سيدالخان عالي ليسه کې د ښوونځۍ څخه فارغه شوی دی.

ارزګان کې له دولسم ټولګي یو شمیر فارغ زده کوونکي بیا کورنۍ ستونزې او په دولتي او خصوصي ادارو کې واسطې هغه لاملونه ګڼي چې دوی یې له لوړو زده کړو پرشا کړي دي.

صفی الله چې تېر کال په ترینکوټ ښار کې د سیدالخان عالي لېسې څخه فارغ شوی، وایي د کورنۍ مسووليتونو او په دولتي ادارو او موسېساتو کې پر واسطو ګمارنو له زده کړو زړه توری کړی او زیاتوي که زده کړې وکړي او کار ورته پیدا نه شي، نو ټولې هېلې به یې په اوبو لاهو شي.

دی وايي، چې د لوړو زده کړو ترسره کيدو څخه يې ځکه زړه تور شوی چې په تعليم سمبال کسان د ده په څير د ښار په جادو کې په ورځنۍ مزدورۍ پسې لالهانده ګرځي.

نوموړي وویل: «زه دوه کاله ترمخه د ښوونځي څخه فارغ شوم د کور مسووليتونه  زما په غاړه وو ځکه مو لوړې زده کړې ونه کړې، په لوړو زده کړو هيڅ نه ده جوړه زما ډير خپلوان دي لوړې زده کړې يې کړي، خو اوس زما په څير په مزدورۍ پسې ګرځي زما او د هغه هيڅ توپير نشته که زده کړې هم څوک کوي يوازې خپل وخت ضايع کوي باید په دغه وخت کې مزدوري وکړي او د کورنۍ لپاره يو ګوله ډوډۍ پیدا کړي.»

په همدې حال کې ټولنیز فعالان په سویلي ولايتونو کې د ښوونځيو د ښوونکو په کمزوري ظرفيت نيوکې کوي او وایي، چې د دولسو کلونو تدريس وروسته يې هم د ښوونځيو زده کوونکي د تعليم په ارزښت نه دي پوه کړي.

يو تن ټولنيز فعال امين الله امين وايي، چې د ښوونکو مسووليت جوړيږي چې د ښوونځي په دولس کلنه دوره کې خپل زده کوونکو ته د تعليم په اړه  دومره عامه پوهاوی ورکړي چې هغوي د ليسانس ترکچې زده کړي وکړي.

نوموړي وویل: «اساسي ستونزه زموږ د ښوونځيو په ښوونکو کې ده چې دولس کاله د زده کوونکو سره په ښوونځيو کې تير کړي، خو هغوی بیا هم په کانکور کې ګډون نه کوي.»

بلخوا ارزګان کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين که څه هم په کانکور کې دګډونوالو د کم ګډون په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دا مهال د دغه رياست لخوا يوه کميټه جوړه شوې، چې په بیلابیلو سيمو کې خلکو ته د تعليم د  ارزښت په اړه  عامه پوهاوی ورکوي.

خلک وايي، که دولت خلکو ته د زده کړو د ارزښت په اړه عامه پوهاوی ورکړي، په لېرې پرتو سيمو کې ښوونيز مرکزونه زيات کړي او هغه لوستي ځوانان چې دا مهال بې کاره ګرځي د رڼو پروسو پر اساس په دولتي ادارو کې پر دندو وګماري هيلې شته چې په راتلونکي کلونو کې دې د کانکور په ازموینه کې د ګډون کوونکو شمير زيات شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د سږ کال په کانکور ازموینه کې د ګډونوالو شمیر شاوخوا سل زره اعلان کړی، چې د تېر کال په پرتله زیات او له ډلې یې څه باندې ۶۳ زره کسان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شوي دي، خو دا چې له سویلي ولایتونو ولې کمو کسانو ګډون کړی په دې اړه طالب چارواکو څه نه دي ویلي.