close

پاکستان د مسافرو پرمخ د تورخم دروازه وتړله

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي طالب چارواکي خبر ورکوي، چې پاکستاني لوري یو ځل بیا د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي وایي، چې تورخم دروازه نن (چهارشنبه، ۳ د زمري) له غرمې مخکې د پاکستاني عسکرو له لوري د مسافرو پرمخ تړل شوې او تر اوسه ورته پاکستاني لوري د تړکېدو لامل نه‌ دی روښانه کړی.

نوموړی زیاتوي، چې پاکستاني عسکر هېڅ ویزه لرونکي افغان وګړو ته اجازه نه ورکوي، چې د تورخم پر دروازه هغې غاړې ته لاړ شي او یا له پاکستان خپل هیواد ته راستانه شي.

د قریشي په وینا اوس مهال د تورخم دروازه یوازې د خلکو د تګ راتګ پرمخ لاره تړل شوې او ترانزیټي موټرې په عادي ډول تګ راتګ کوي.

د هغه په خبره هڅې روانې دي  څو یاده لاره ژر پرانیستل شي او دواړو لورو ته د مسافرو لپاره د تګ ‌راتګ زمینه برابره شي.

ورته مهال ننګرهار کې باختر خبري اژانس د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ په خواله ویلي، چې پاکستاني لوري د هغه کسانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې، چې د ناروغانو (ETA) په نوم ویزې يې درلودې.

امنیې قومندانۍ زیاته کړې، چې دغه دروازه د نورو عادي ویزو لرونکو او سوداګریزو موټرو د تګ – راتګ پر مخ په عادي ډول پرانیستې ده.

له دې مخکې هم د تورخم دروازه د طالبانو او پاکستاني عکسرو ترمنځ د نښتو او ځینو جنجالونو له کبله تړل شوې وه.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د یادې دروازې د تړل کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې څو ورځې وړاندې د چمن دروازه له نږدې يوولسو مياشتو اعتراضونو او پرلپسې پرلت وروسته هم د لنډ مهال لپاره پرانيستل شوه، چې د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ به په افغان تذکره او پاکستاني شناختې کارډ کېږي.