close

ننګرهار کې «ناپيژانده وسله والو» د امربالمعروف یو غړی وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت د مومندرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امربالمعروف یو غړی مولوي امان الله «ناپیژانده وسله والو» په ډزو وژلی دی.

یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې امان الله نن (پنجشنبه، ۱۱ د زمري) سهار ۰۷:۰۰ بجې د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره د «لنډي خیبر» سیمه کې وژل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې نوموړی په اصل د لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې دندې ته پر لاره وژل شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

په سیمه کې بیا یوې بلې سرچینې وویل، د امربالعروف ادارې وژل شوي کس په مومندرې ولسوالۍ کې خلک او په خاص ډول ځوانان د ږیرې او د سر ویښتانو پر جوړولو او نورو بېلابېلو پلو ځورول.

د طالبانو د امربالعروف ادارې له لوري پر خلکو محدودیتونه زیات شوي چې له کبله یې عام خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي او د ځینو سیمو اوسیدونکو د یادې ادارې له کارکوونکو له دې وړاندې هم شکایتونه کړي وو.