close
Photo: via Freepik

کمزوری اقتصاد او د امکاناتو کمښت؛ کونړ کې د ملاریا ناروغۍ زیاتوالي خلک اندېښمن کړي

کونړ ولایت کې ځايي خلک وايي، چې د اوړي موسم په را رسېدو سره په دغه ولایت کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ډېرې شوي، خو د مخنیوي په برخه کې د امکاناتو نشتوالي د دوی اندېښنې لا ډېرې کړي.

ځايي اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو له لوري د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د روغتیايي خدماتو کمښت له جدي ننګونو سره مخ کړي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او اړوندې نړۍ والې ادارې دې په دې برخه کې ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي.

ګرمه هوا، موسمي ورښتونه، د رطوبت زیاتېدل، د پشه خانو نه کارول، د عامه پوهاوي نشتوالی او د دواپاشۍ نه کول روغتیاپالان د ملاریا ناروغۍ د زیاتوالي اصلي لاملونه یادوي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی عبدالتواب وايي، په دغه ولایت کې د اوړي موسم په را رسېدو د ملاریا ناروغۍ پېښې ډېرې شوي او د کافي روغتیايي امکاناتو نشتوالي له امله ناروغان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ په کور کې څلور کسان ملاریا دي، غریبي مو ډېره ده، ټولو ته په یو وخت دوا نه شو اخېستلی، نه راته د دواپاشۍ مواد راکوي، نه پشه خانې شته، دولتي شفاخانې ته چې لاړ شو هلته هم راته د یو پاکټ ګولۍ نه بغیر نوره دوا نه راکوي.»

د کونړ د ولایتي روغتون بېړنۍ او د ثبت او راجستر څانګې، چې هر ډول ناروغان په کې لومړی ثبت او بیا د درملنې په موخه نورو وارډونو ته ور پېژندل کېږي. انځور: خواله رسنۍ

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی اصف ساپی په دې ولایت کې د طالبانو مسوولین د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.

نوموړی دغه راز د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د کافي روغتیايي اسانتیاوو د برابرېدو ترڅنګ ولسي خلکو ته پر عامه پوهاوي هم ټینګار کوي.

اصف ساپي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «کونړ کې زیات خلک لاهم د ملاریا ناروغۍ په اړه معلومات نه لري، د مخنیوي پر لارو چارو یې خبر نه دي، باید صحت عامې وزارت، صحت عامې ریاست او نور اړونده موسېسات د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره پشه خانې، د کورونو د دواپاشۍ لپاره دوا، عامه پوهاوی او نور کافي امکانات برابر کړي، ځکه خلک غریب دي، په شخصي روغتونونو کې درملنه نه شي کولی.»

کونړ مېشتي وايي، د دې ولایت نفوس ورځ بلې ته په زیاتېدو دی، خو حکومتونه لاهم د ظاهرشاه د واکمنۍ له مهاله د شوې سرشمېرنې له مخې روغتیايي خدمتونه برابروي.

د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی روح الله د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دغه ولایت نفوس ته په کتو دې روغتیايي خدمتونه او امکانات زیات کړي.

هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «د کونړ په مرکز اسعد اباد او ولسوالیو کې د پخوا په پرتله نفوس ډېر زیات شوی، اول دې د کونړ نفوس معلوم شي بیا دې د نفوس مطابق صحي امکانات برابر شي، ځکه اوسني نفوس ته په کتو دا روغتیايي امکانات په نشت حساب دي، هر کال دلته نفوس زیاتېږي؛ خو امکانات یې د ظاهرشاه د پاچاهۍ دي، باید په دې کې مثبت بدلون راوستل شي.»

د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد، چې ځايي خلک یې د ملاریا ناروغۍ له ډېرښت او د روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

بل پلو کونړ کې د طالبانو روغتیايي چارواکي د ځايي خلکو روغتیايي ستونزې مني، خو وايي، هڅه کوي چې په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کونړ ولایتي روغتون د ملاریا د کنټرول مسوول ډاکټر ظاهرشاه ظاهر وايي، تېر ۱۴۰۲ کال په دغه ولایت کې د ملاریا ناروغۍ شاوخوا ۷ زره او ۳۲۸  پېښې ثبت شوي.

هغه وویل: «مونږ سږ کال شاوخوا ۳۰۰۰ پشه خانې په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې وېشلي، د روان کال د ملاریا ناروغۍ د لومړیو څلورو میاشتو ارقام مو لا نه دي جمع کړي، خو تېر کال په اولو څلورو میاشتو کې ۷۳۲۸ کسان چې په ملاریا ناروغۍ اخته وو ثبت شوي دي.»

د کونړ د ولایتي روغتون د ملاریا د کنټرول مسوولینو په خبره، په ۱۴۰۱ کال کې په دې ولایت کې د ملاریا ناروغۍ ۵ زره او ۱۸۱ پېښې ثبت شوې وې، چې د دې ولایت له مرکز او ولسوالیو ناروغانو د درمنلې په موخه ولایتي روغتون ته مراجعه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې تر بل هر وخت روغتیايي دستګاه کمزورې شوې، چې نه یوازې د خلکو ستونزې زیاتې شوي، بلکې د عادي ناروغیو د درملنې لپاره هم خلک کوزې پښتونخوا ته ورځي، چې له اقتصادي پلوه په لوړه بیه تمامېږي.