close
انځور: استول شوی

په ننګرهار او لغمان کې د طالبانو له لوري په رغنیزو پروژو کې دوه ګونی چلند

په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې عام خلک شکایت کوي، چې په دغه ولایتونو کې د طالب چارواکو له لوري په رغنیزو او نورو پراختیایي پروژو کې انډول په پام کې نه نیول کېږي چې له کبله یې د طالبانو پر حکومت د خلکو نیوکې زیاتې شوي دي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی انعام الله وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره په دغه ولایت کې د دوی د ولسوالۍ سربیره ډیری سیمې د رغنیزو پروژو په برخه کې له پامه غورځول شوي دي.

دی زیاتوي طالبانو اوس مهال په هغه ولسوالیو کې د بیارغونې او نورو پروژو د پلي کیدا لړۍ چټکه کړې، چې د تیر جمهوري حکومت پر مهال یې په کې جګړې کولې او زیات ملاتړي او وسله وال پلویان یې په کې درلودل.

نوموړی ادعا کوي چې د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي اداره د رغنیزو او نورو پراختیايي پروژو په پلي کیدو او منظورۍ کې دوه ګونی چلند کوي، چې له کبله یې له حکومت په هغه سیمو کې د خلکو نفرت په زیاتیدو دی چې طالب چارواکي په کې پروژې نه پلي کوي.

انعام الله زیاتوي: «بهسود ولسوالي ته د طالبانو د حکومت په راتګ سره د پام وړ کار نه دی شوی، که ویالې، لښتي، فرعي سړکونه، د اوبو څاه ګانې او نورو برخو کې کار شوی وي، نو دا ټول په تیر حکومت کې د ولسي تړون په پروګرام کې شوي او طالبانو خلکو ته ویلي چې تاسې له مونږ سره په تیرو جګړو کې قرباني نه ده ورکړې، نو ځکه خو مو دلته پروژې نه پلې کوو نو دغه حالت ولسونه اندیښمن کړي او له حکومت یې نفرت او فاصله ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده غوښتنه مو دا ده چې طالبان دې په ټولو سیمو کې یو ډول پروژې پلي کړي چې د خلکو له نیوکو خلاص شي او که چیرې حالت همداسې دوام وکړي نو ستونزې به لا زیاتې شي.»

نوموړی د پروژو په تطبیق کې د طالبانو کمزوری مدیریت نور هغه لاملونه یادوي چې لومړیتوبونه په کې له پامه غورځول کېږي.

د دغه ولایت د کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ اوسیدونکی احمد الله پشه یي هم ورته شکایت کوي او وایي، اوس مهال د پروژو د تطبیق چارې ځایي طالبانو ته په واک کې ورکول کېږي او هغوی یې هغو سیمو ته د انتقالولو کوښښ کوي چې پخوا یې په کې ډیر وسله وال غړي او د دوی پلویان درلودل.

د نوموړي په خبره د دې ولسوالۍ قومي مشران په ځو ځلي د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي ادارې ته ورغلي او له هغوی یې په دې ولسوالۍ کې د کوچنیو او لویو رغنیزو او پراختیایي پروژو د تطبیق غوښتنه کړې، خو چارواکو ورته ویلي چې ستاسې ولسوالۍ کې د تیر حکومت پر مهال پروژې پلي شوي او اوس د هغه ولسوالیو وار یا نوبت دی چې په تېر کې د جګړو له کبله په کې پروژې نه پلې کیدې.

احمد الله پشه یي زیاته کړه: «اوس مونږ حیران یو چې له طالبانو سره څه ډول قرباني ورکړو چې دوی زمونږ په ولسوالۍ کې پروژې پلي کړي، ځکه هر ځل چې دوی ته قومي مشرانو د پروژو ویلي دوی ورته په ټینګار ویلي، چې ستاسې ولسوالۍ قرباني نه ده ورکړې او تېر حکومت کې درته مختلفو برخو کې کار ډیر شوی او اوس باد نور جنګ ځپلو ولسوالیو کې پروژې پلي شي، نو که طالبان د پروژو په تطبیق کې دا ډول د مور او میرې چلند کوي نو توان یې په خپله طالبانو ته دی ځکه ولس ترې ناراضه دی او هیڅ ډول همکاري ورسره نه کوي، نو که دوی غواړي ولس خپل کړي نو دوی دې ټولو ولسوالیو خلکو ته یو ډول نظر وکړي.»

په ننګرهار کې هغه سیمې له پامه غورځول شوي چې په تېر جمهوریت کې په کې جګړه نه وه. انځور: استول شوی

په ورته مهال ننګرهار کې د کامې، ګوشتې، سره رود، دره نور، روداتو، غني خیلو او یو شمیر نورو ولسوالیو اوسیدونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، طالبانو نه یوازې په پراختیایي او نورو پروژو کې له پامه غورځولي بلکې د یادو ولسوالیو اوسیدونکو ته په ښه نظر هم نه ګوري او ډیر کله د طالبانو سره د مخامخ کیدو پر وخت یې د مرتد، خائنینو، پخوانیو غلامونو، کمونیست، بې ایمانه او نورو مختلفو نومونو تحقیروي.

د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، طالبانو په څو ځلي د دې ولسوالۍ خلکو ته ویلي، چې تاسې مرتد یاست او د دوی په اصطلاح د تېر حکومت پر مهال مو له مونږ سره هیڅ همکاري نه ده کړې.

د هغه په خبره لکه د ځینو نورو ولسوالیو په شان په کامې ولسوالۍ کې هم د رغنیزو پروژو کار په ټپه دریدلی چې له کبله یې نه یوازې پخوانۍ نیمګړې پروژې پاتې دي بلکې زرګونه کسان بې روزګاره شوي هم دي.

سرچینه زیاتوي: «کامې ولسوالۍ ته بیخي په پراختیایي پروژو کې پام نه دی شوی او هر څه په ټپه ولاړ دي او دغه راز په نورو هغو ولسوالیو کې هم دا حال دی چې په تېر کې یې د کاموالو په شان د طالبانو ملاتړ نه وي کړی، طالبان په هغه ولسوالیو کې پروژې پلي کوي چې مخکې یې اوسیدونکو ورسره همکارې کړې وي.»

په همدې حال کې د ننګرهار سیمه ییز چارواکي هم مني او وایي، په پراختیايي پروژو کې لومړیتوب هغه سیمو ته ورکوي چې د تېرو جګړو پر مهال محرومې پاتې شوې دي.

د ننګرهار د کلیو پراختیا ریاست لپاره د طالبانو ریيس مولوي قسمت‌الله مبارز دغه راز وایي، پر بانکي سیستم نړیوالو بندیزونو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

د طالبانو د کلیو او پراختیا رییس زیاتوي، شاوخوا ۳۰۴۶ پروژې پر بانکي سیستم د نړیوالو بندیزونو له امله لاهم نیمګړې پاتې دي، چې په نیمګړو پروژو کې یوازې تر ۳۰۰۰ پروژې یې د ولسي تړون پرواګرام دي.

مبارز وویل: «اوس مهال زمونږ د پروژو ډیر تاکید په هغه ولسوالیو کې دی چې په تېر کې ورته د جګړو له امله چا د کار زړه نه ښه کاوه او دغه راز جګړې په کې د پروژو د تطبیق پر وړاندې یوه بهانه ګڼل کیده، نو اوس به هماغه ولسوالیو ته کار کېږي چې پخوا په کې جګړې وې، خو اوس امن شوی دی دغه راز د کلیو او پراختیا ریاست تر چتر لاندې ۳۰۴۶ پروژې د نړیوال بانک سیستم د بندیزونو له کبله نیمګړې پاتې دي او یوازې ۳۰۰۰ یې د ولسي تړون مختلفې لوی او وړې پروژې دي چې چارې نیمګړې او په ټپه دریدلي دي.»

ننګرهار کې طالب چارواکي تاییدوي چې د پروژو په پلي کیدو کې هغو سیمو ته لومړیتوب ورکوي چې تېر کې ورته پام نه دی شوی. انځور: استول شوی

په ورته مهال بیا د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوری وایي، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې تېر کال د نړیوالو موسېسو په مالي مرسته  د ۷۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۱۱ پروژو کار پېل کړی، چې په کې د اوبو سربندونه، ویالې، فرعي سړوکونه، د اوبو چکډیمونه او نورې پروژې شاملې دي چې په کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه په خبره د دې پروژو له جملې یې ۱۲۰ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د ۹۰ نورو پروژو چارې لا روانې دي چې په نږدې راتلوونکي کې به یې چارې بشپړې شي.

بنوری زیاتوي: «ننګرهار کې تېر کال د موسېساتو په مرسته د ۷۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۲۱۱ پروژو چارې پېل شوې وې، چې اوس مهال یې له جملې د ۱۲۰ چارې بشپړې او د ۹۰ پروژو کارونه لا روان دي او مونږ لا هڅه کې یو چې د ننګرهار ولسونو ته خدمت وکړو او خلکو ته د کار زمینه برابره کړو.»

بلخوا د لغمان د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي هم د طالبانو له لوري د پروژو د منظورۍ او تطبیق په برخه کې پر دوه ګونې چلند نیوکه کوي.

د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی غوث الدین وایي، اوس مهال د طالبانو له لوري ځینې مهمې پروژې د ځایي طالب قومندانانو په غوښتنه د عام المنفعه ځایونو پر ځای تر ډیر د هغوی په کلیو او شخصي ملکیتونو کې تطبیقږي چې دا چاره ولسونو ته د منلو وړ نه ده.

د نوموړي په خبره نه یوازې یې په سیمه کې پراختیایي پروژې نه تطبیقږي، بلکې په ځینو سیمو کې چې د تطبیق چارې یې روانې دي هغه کسانو ته په کې ونډه هم ورکوي چې اولادونه او یاد د کورنۍ غړي یې د تېر حکومت پر مهال نظامیان او یا دولتي دندې یې درلودې.

نوموړی اندیښمن دی او وایي، په پراختیایي پروژو کې ټولو خلکو ته د یو ډول ونډې نه ورکړې د خلکو اقتصادي وضعیت اغیزمن کړی دی.

 غوث الدین زیاته کړه: «د لغمان په زیاتره هغه سیمو کې اوس پروژې تطبیقیږي چې مخکې د طالبانو سره ملګرتیا درلوده او یا یې د دوی په اصطلاح له طالبانو سره په جګړو کې برخه اخېستي وي او د هغه سیمو خلک چې د طالبانو یې ملاتړ په تېر کې نه وي کړی هلته هیڅ پروژه نشته، همدا زمونږ دولت شاه کې یو طالب قومندان د چرګانو دوه فارمونه په خپله ځمکه کې جوړ کړل او دغه راز خپل کور ته یې شخصي سړک د دولت له پیسو کانګریټي جوړ کړ چې ګټه یې یوازې همدغه طالب ته ده.همدا راز په ځینو سیمو کې چې اوس د پراختیایي پروژو کار روان دی، نو هغه کسان چې مخکې یې عسکري کړې وي او یا د کورنۍ غړی یې په حکومت کې پاتې شوی وي هغوی د یو مزدورکار په توګه هم نه ګماري، نو د کار نشتون او د پروژو نه تطبیق د خلکو په ژوند اغیز کړی او زیاتره یې د بې روزګارۍ له کبله ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي دي.»

 بلخوا د لغمان په هغه سیمو کې چې اوس مهال په کې د لویو او کوچنیو پراختیایي پروژو کار روان دی، خلک شکایت کوي چې د ځایي طالبانو لخوا د نړیوالو موسېساتو او مرستندویه ادارو په مرسته د پروژو په پلي کیدا کې لاسوهنه کوي.

د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ قومي مشر دلاور وایي، چې د طالبانو د لومړیو وختونو په پرتله اوس مهال په دغه ولسوالۍ کې د پراختيايي پروژو د پلي کېدو بهير د طالبانو د لاسوهنې له کبله ټکنی شوی دی.

دلاور وویل: «په لغمان کې اوس مهال د موسېساتو په پروژو کې د طالبانو د لاسوهنې له کبله د موسېسو او نورو خیریه بنسټونه پروژې او نور فعالیتونه کم رنګه شوي، ځکه که مرستې ویشل کیږي، نو هم طالبان په کې خپله برخه غواړي او دغه راز که پراختیایي پروژې پلي کیږي، نو طالبان په کې پېسې غواړي او یا په کې خپل پلویان په یوه او بل نامه ګماري او پېسې ترې اخلي، همدا لامل دی چې اوس په لغمان کې د زیاتو موسېسو فعالیتونه کم رنګه شوي او علت یې په خپله طالبان دي.»

نوموړی وایي، د طالبانو له لوري په پروژو کې فساد، لاسوهنه او کمزوری مدیریت د دې لامل شوی چې د پروژو پر کیفیت بده اغېزه وکړي.

د هغه په خبره د مسوولینو له خوا د کمزوري نظارت له کبله هسې چې په پام کې وه او باید شوي وای، معیاري پروژې پلې نه شوې او پرېمانه پیسې بې ځایه لاړې.

د لغمان اوسیدونکي وایي، کومې پروژې چې په دغه ولایت کې پلي کېږي طالبان په کې خپله برخه پیسې غواړي. انځور: استول شوی

په ورته مهال د لغمان ولایتي چارواکي بیا د پراختیایی پروژو د تطبیق په برخه کې د خلکو نیوکې پر ځای نه بولي او ولسونو ته په دغه ولایت کې د متوازن انکشاف د رامنځته کیدو ډاډ ورکوي او هم ټینګار کوي چې دغه پروژې به د کیفیت له اړخه په اساسي توګه پلي او د اوږد مهال لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.

د لغمان ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل وایي، لاهم په دغه ولایت کې ګڼ شمیر پروژې نیمګړې پاتې دي چې د ځینو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوي او د ځینو نورو بنسټیزو یې کارونه روان دي.

د هغه په وینا په یادو پروژو کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او لاهڅه کوي د نیمګړو پروژو چارې یې هم ژر پېل کړي.

مزمل وویل: «د لغمان ټول سیمو ته په انکشافي برخه کې یو ډول پاملرنه کېږي که یوه ولسوالۍ کې کومه پروژه پلي کیږي، نو هڅه کوو، نورو ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلي کړو چې خلکو ته خدمت وکړو او دغه راز له تېر حکومت څخه په لغمان کې زیاتې پروژې نیمګړې پاتې وې چې مونږ یې د ځینو چارې پشپړې کړي او پر ځینو یې کار روان دی.»

نوموړی په پانګوالو او نورو مرستندویه موسېساتو غږ کوي چې په لغمان کې امنیت تر پخوا ښه شوی او ښه فرصت دی چې د بیاروغونې په برخه کې لاس په کار شي.

ولسي خلک له طالبانو په ټینګار غوښتنه کوي چې نور دې ولسونه د خپلو شخصي عقدو ښکار نه ګرځوي او باید د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا او ستونزو ته حل لاره پیدا کړي. دوی دغه راز پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د ولسونو د اقتصادي ستونزو حل په موخه دې ټولګټې او زېربنایي پروژې پلي کړي ترڅو له یوه لوري د ابادۍ برخه مخته لاړه شي او له بل لوري د خلکو اقتصادي ستونزو ته حل لار پیدا شي.