close

ننګرهار کې یو ځوان د برېښنا نیولو له امله مړ شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو ٢٢ کلن ځوان د بریښنا نیولو له امله مړ شوی دی.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي چې دا ځوان په خپل کور کې د برق د تارونو په تنظیمولو بوخت و خو برېښنا نیولی او مړ شوی.

د هغه په خبره سره رود ولسوالۍ کې د وروستیو اورښتونو او توپانونو له امله په ډیرو سیمو کې د برق لینونه پرې شوي او خلک یې په منظمولو بوخت دي.