close
انځور: نورستان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست

نورستان کې کلنۍ مشاعره؛ مشاعره سانسور او شعرونه د طالبانو په خوښه ویل شوي

اطلاعات روز: نورستان کې سرچینې وایي، په دې ولایت کې د «زرغون نورستان ملي پارک» تر نامه لاندې کلنۍ مشاعره د طالبانو تر سانسور لاندې ترسره او شعرونه د طالبانو په ټاکنه ویل شوي دي.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي سمیع الحق حق بیان وايي، دغه مشاعره چې سلګونه فرهنګپالو په کې برخه درلوده تېره ورځ (جمعه، ۱۲ د زمري) د نورستان په مرکز پارون کې ترسره شوه.

نوموړی وايي، په دغه مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو برخو ګڼو شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینه والو برخه لرله، چې د نورستان د طبیعي ښکلاوو د ستاینې اړوند شعرونه او زمزمې یې ګډونوالو ته واورولې.

د دې مشاعرې یوه ګډونوال بیا د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه مشاعره د طالبانو له لوري سانسور او شاعرانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې، چې خپل انتخاب شوي شعرونه د مشاعرې ګډونوالو ته واوروي.

نوموړی ادعا کوي، چې د مشاعرې د ټولو ګډونوالو شعرونه لومړی د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور او استخباراتو له لوري فلتر شوي وو او بیا یې هغه شعرونه ترې لېرې کړي وو، چې د طالبانو پر نظام یې اصلاحي نیوکې کړې وې.

د سرچینې د دغې ادعا په تړاو تر اوسه د نورستان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست مسوولینو څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا درېیم ځل دی، چې د نورستان په مرکز پارون کې د «زرغون نورستان ملي پارک» تر نامه لاندې مشاعره جوړېږي او د ختیځ په ګډون د هېواد د یو شمېر نورو سیمو شاعران په کې ګډون کوي.