close
photo: sent to Etilaatroz

ننګرهار او کونړ کې څلور ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: ننګرهار او کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې څلور ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب او مړه کړي دي.

 ننګرهار کې یو ټولنیز فعال شبیر احمد وایي، لومړۍ پېښه تېره ورځ (جمعه، ١٢ د زمري) د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «الفت مېنې» سیمه کې رامنځته شوې، چې د محمود او عثمان په نومونو دوه ځوانان د بهسودو اړوند کابل سیند ته د لامبو وهلو لپاره تللي وو او اوبو ډوب کړي دي.

نوموړی زیاتوي، یاد ځوانان د جلال اباد ښار اوسیدونکي وو، چې تر اوسه یې د یو جسد موندل شوی او د هغه بل تری تم دی.

 دغه راز یو بله سرچینه وایي، چې د ننګرهار کامې ولسوالۍ اړوند زاخیلو سیمه کې هم یو ځوان د لامبو پرمهال اوبو ډوب او مړ کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې اوبو کې د ډوب شوي ځوان مړی ځایي خلکو د ګوشتې ولسوالۍ «بېلې» سیمه کې موندلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان د ننګرهار د کامې ولسوالۍ «شیرګړ» قریې اوسېدونکی و.

په همدې حال کې کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو ځون د لامبو وهلو پر مهال د سیند په اوبو کې ډوب او خپل ژوند یې بایللی دی.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې د دغه ځوان جسد نن (شنبه ۱۳ د زمري) د کونړ د مرکز اړوند د دوهمې امنیتي حوزې په لاندې تېشه کې موندل شوی.

سرچینې د دغه کس د هویت او دا چې له کومه ځایه د سیند اوبو راوړی نور جزیات نه دي ورکړي.

کونړ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولینو هم تایید کړې، چې د سیند اوبو یو ځوان ډوب او مړ کړی او د هغه د کورنۍ د پیدا کولو لپاره یې هڅې پېل کړي.

ختیځ کې د هوا په ګرمیدو سره سیندونو کې د ځوانانو د ډوبیدو پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندیښمن کړي دي.

په دې وروستیو کې یو شمیر فعالانو سیندونو کې د ځوانانو د لامبو وهلو د مخنیوي په موخه کمپاین پېل کړی او له عامو خلکو یې غوښتي چې سیندونو ته د لامبو وهلو په موخه له تګ ډډه وکړي.