close
Photo: Public Domain Dedication.

سیګار: طالبانو په افغانستان کې د تاریاکو د زېرمو پر خلاف هیڅ ګام نه دی اخیستی

اطلاعات روز: د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې ادارې (سیګار) ويلي چې که څه هم د طالبانو له لوري د لګېدلي بندیز له امله په افغانستان کې د تاریاکو کښت په پام وړ کچه کم شوی، خو دې ډلې د تاریاکو د زېرمو پر خلاف هیڅ ګام نه دی اخیستی.

د سیګار راپور چې تازه خپور شوی پکې ويل شوي د «الیسس» سازمان انځورونه او د معیشت شننه او تحلیل ښيي چې په افغانستان کې د تاریاکو زېرمې په پام وړ کچه زیاتې دي او ۱۶ زره او ۵۶۷ متریک ټنه ته رسېږي.

له دې راپور سره سم، د طالبانو له لوري د تاریاکو پر کښت، پلور او پېر د بندیز تر فرمان وړاندې د تاریاکو کروندګرو په زیاته پیمانه تاریاک زېرمه کړي دي.

په دې راپور کې ويل شوي چې د سوداګرو او کروندګرو له لوري د تاریاکو تود بازار او احتکار د دې لامل شوی چې ارزښت يې لوړ شي او کروندګر په سویل او سویل لوېديځ کې پام وړ اقتصادي ګټه وکړي.

سیګار د ملګرو ملتونو یوې نظرپوښتنې ته په پام ویلي چې د طالبانو له لوري پر تاریاکو تر بندیز وروسته د هغو بیې دوه برابره لوړې شوې دي او د ۲۰۲۳ د اګست پر مهال د یوه کیلوګرام بیه له ۴۱۷ ډالرو څخه د همدې کال تر ډسمبر پورې ۸۰۴ ډالرو ته رسيدلې ده.

په دې راپور کې ويل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر وروستیو پورې د یو کیلو ګرام تاریاکو بیه اوج يعني ۱۰۰۰ ډالرو ته رسيدلې وه، خو له هغه وخته تر اوسه يې ۶۰۰ ډالره کمبوت کړی.

د سیګار د راپور په یوه برخه کې راغلي چې کومو کروندګرو چې د طالبانو د بندیز له امله ګټه کړې او تر څو يې زېرمې خلاصې شوې نه وي د دې بندیز ملاتړ کوي، خو د افغانستان د کلیوالي نفوس پراخ شمېر له دې کبله زیانمن شوي او مخالفت يې کوي.

سیګار د امریکا د سولې موسسې د وروستي راپور په استناد ليکلي چې پر تاریاکو د بندیز له امله د افغانستان د نفوس لويي برخې په کلنۍ توګه شاوخوا یو میلیارد ډالر عواید بايللي دي.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې کومې کورنۍ د تاریاکو پر سوداګرۍ متکې وې په اقتصادي توګه یې زیان کړی دی او اوس هڅه کوي چې د خپلې شتمنۍ په پلورلو، په کم او ټیټ کیفیت خوراک او له منځنیو ښوونځیو څخه د کار لپاره د خپلو اولادونو په ایستلو ځانونه له اقتصادي زیان سره عیار کړي.

سیګار په دې راپور کې د تاریاکو د بدیل کښت نشتون ته هم اشاره کړې او ويلي يې دې چې د هلمند په شمول ډېری کروندګرو پر تاریاکو تر بندیز وروسته غنم کرلي دي خو غنم د یو کلن محصول په توګه مناسب بدیل نه دی او هر وخت امکان لري چې کروندګر يې بيرته پر ځای تاریاک وکري.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې د افغانستان د څېړنې او ارزونې د راپور په استناد ليکلي چې غنم د تاریاکو د بدیل په توګه کارول «اشتباه» ده؛ ځکه چې غنم د اصلي غذايي محصول په توګه کرل کېږي، نه د سوداګریز.

سیګار ويلي چې د طالبانو له لوري د تاریاکو د بندیز فرمان په وړاندې مخالفت زیات شوی او کومې کورنۍ چې د تاریاکو پر اقتصاد متکي وې له کوم ځانګړي بديل پرته خوشي شوې دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ میلادي کال په اپریل کې د یوه فرمان له لارې د تاریاکو پر کښت، پلور او پېر او له نشيي توکو پر استفادې بندیز ولګاوه.

د دې فرمان تر صادرېدو وروسته د دې ډلې چارواکو هڅه کړې ده چې دا فرمان عملي کړي او په ځینو پېښو کې له سیمه‌ییزو خلګو سره په شخړه هم اوښتي دي.

له دې سره-سره، له جرمونو او نشيي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د تاریاکو پر کښت تر بندیز وروسته د متامفتامین په شمول د صنعتي نشيي توکو تولید زیات شوی دی او ګاونډیو هیوادونو او ان اروپا ته قاچاقېږي.