اطلاعات روز: د طالبانو کورنیو چارو وزارت د تاریاکو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) د راپور په غبرګون کې ويلي چې په دې اړه د هیوادونو او بنسټونو اندیښنې «بې ځایه» دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (چهارشنبه، ۱۷ د زمري) پر ایکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې پر افغانستان د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته د دې ډلې يوه لاسته راوړنه له نشيي توکو سره «جدي او پرېکنده» مبارزه ده.
ده زیاته کړې چې د هبت الله اخوندزاده تر امر وروسته له نشيي توکو سره مبارزه د کورنیو چارو وزارت لومړیتوب ټاکل شوی او «په افغانستان کې د نشيي توکو له کښت، لېږد، تولید، تورید، احتکار او زېرمه کولو سره د مبارزې په برخه کې هیڅ ډول استثنا نشته».
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په خپل وروستي تازه راپور کې ويلي و چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاریاکو پر کښت له بندیز سره-سره دې ډلې لا هم د تاریاکو د زېرمو په تړاو ګام نه دی اخیستی.
د سیګار په راپور کې ويل شوي و چې د «آلیسس» سازمان انځورونه او د معیشت شننه او تحلیل ښيي چې په افغانستان کې لا هم پام وړ زېرمې شته دي او ۱۶ زره او ۵۶۷ میټریک ټنه ته رسېږي.
دې بنسټ ويلي چې کروندګرو د طالبانو له لوري د تاریاکو پر کښت او پېروپلور تر بندیز وړاندې کافي تاریاک زېرمه کړي دي او د هغوی له لوري يې احتکار د بيو د لوړېدو لامل شوی دی.
سیګار د ملګرو ملتونو د يوې نظرپوښتنې پر بنسټ ويلي چې د طالبانو د بندیز له وخته د تاریاکو بیې دوه چنده لوړې شوې دي او د ۲۰۲۳ په اګست کې چې یوه کیلو په ۴۱۷ ډالره وه، د همدې کال تر ډسمبر پورې ۸۰۲ ډالر ته رسيدلې.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د یوه فرمان له لارې د نشيي توکو پر کښت، پېروپلور او استفادې بندیز ولګاوه.
که څه هم پر دې فرمان دوه کاله اوړي خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت راپورونه ښيي چې سږ کال هم په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګرو پر خپلو ځمکو تاریاک کرلي وو.
طالبان سږ کال په بدخشان کې د تاریاکو د کښت پر سر د درایم او ارګو ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په شخړه واووښتل او د دې ډلې د ډزو له امله څو تنو ته مرګژوبله واووښته.