اطلاعات روز: د امریکا د مذهبي ازادیو کمیسیون په خپل تازه راپور کې ويلي چې طالبان لا هم له شریعت څخه خپل سختدریځي تفسیر او د افغانستان د وګړو او ديني لږکیو د مذهبي ازادۍ نقض ته دوام ورکوي.
دا راپور چې په تازه توګه نشر شوی پکې ويل شوي چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مذهبي ازادۍ شرایط مخ پر خرابېدو و.
د امریکا د مذهبي ازادیو کمیسیون ويلي: «د طالبانو واکمن چارواکي لا هم له شریعت څخه خپل سختدریځی تعبیر پر ځای ساتي او د هغو ټولو افغانانو چې له اسلامه متفاوت تفسیر لري او د ديني لږکیو ډلو مذهبي ازادي او عقیده نقض کوي.»
د دې کمیسیون په وینا، طالبانو په لسګونو فرمانونه ورکړي دي تر څو د وګړو تګ-راتګ، پوښاک، کار او زده کړې محدودې کړي او دې هر څه په ډېره غیر مناسبه توګه پر ښځو او نجونو او ديني لږکیو اغېز کړی دی.
د امریکا د مذهبي ازادیو کمیسیون ويلي چې له شریعت څخه د دې ډلې د ځانګړي تفسیر په پلي کولو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خاص رول لري.
د دې کمیسیون په راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې هندوان، سیکان او عیسیویان د خپل ظاهري څرنګوالي په شمول له سختو محدودیتونو سره مخ دي او نشي کولای خپل مذهبي رسوم په ډاګه ترسره کړي.
همدا راز د دې کمیسیون په وینا، شیعه ګان لا هم د خپل عبادت په برخه کې له ځورونې، تاوتریخوالي او لاسوهنې سره مخ دي.
د امریکا د مذهبي ازادیو کمیسیون ويلي چې د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې په بدخشان کې د طالبانو یوه چارواکي د یوه فرمان له لارې د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ واده کول منع اعلان کړل.
له دې سره-سره طالبانو د شیعه جعفري فقهې تدریس ممنوع کړی دی او خصوصي پوهنتونونه يې اړ کړي دي چې ټول هغه کتابونه حذف کړي چې له حنفي سني فقهي مکتب سره اړه نه لري.
همدا راز د امریکا د مذهبي ازادیو کمیسیون د محرم پر مراسمو د طالبانو د محدودیتونو په لړ کې د شیعه ګانو پر مذهبي ځایونو بریدونو ته اشاره کړې ده.
دې کمیسیون ويلي چې د داعش خراسان په ګډون د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی د افغانستان مذهبي لږکۍ او په ټوله کې د افغانستان ثبات ګواښي.
د امریکا د مذهبي ازادیو کمیسیون د دې هیواد حکومت ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دې د مذهبي ازادیو د نقض له وجې د «ځانګړې اندیښنې وړ» هیواد ونوموي.
همدا راز دې کمیسیون د طالبانو پر هغو چارواکو د هدفي بندیزونو غوښتنه کړې چې د شدیدې مذهبي ازادۍ د نقض مسوول دي.
طالبانو تر اوسه دې راپور ته غبرګون نه دی ښوولی.