اطلاعات روز: په لغمان کې د طالبانو محلي چارواکي وایې چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې دوه تنه تر کمر لاندې شوي او مړه شوي دي.
د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایې چې نن (جمعه، ١٩د زمري) سهار لس بجې د الینګار ولسوالۍ اړوند «منګو» سیمه کې په یو مازدا موټر کې د خاورې بارولو پر مهال یو لوی کمر راښویېدلی چې یو اته کلن ماشوم او یو بل کمکی ځوان ترې لاندې شوي.
د نوموړي په خبره مړه شوي کسان دواړه وروڼه دي او مشر ورور یې په مزدورۍ موټر کې خاوره باروله چې له یادې پېښې سره مخ شوي دي.
د یوسفزي په خبره د لغمان لپاره د طالبانو ولایتي چارواکو د مړو شویو کسانو له کورنۍ سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته هم کړې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې په فاریاب ولایت کې هم دوه کسان د خاورو لیږدولو پر مهال تر کمره لاندې شوي او مړه شوي وو.