اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ په شمول د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له اسټرالیا غوښتي چې فورا دې په افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جنایتونو د ۳۹ قرباني کورنیو په وړاندې د غرامت د ادا کولو تعهد پر ځای کړي.
دا اعلامیه چې پرون (چهارشنبه، ۱۷ د زمري) خپره شوې، پکې راغلي چې د ۲۰۲۰ کال پر مهال یوې نظامي څېړنې وښوده چې اسټرالوي سرتېرو په افغانستان کې ۳۹ ملکي وګړي وژلي دي. ځيني قربانیان تر وژلو وړاندې شکنجه شوي دي.
کارپوهانو ويلي: «اسټرالیا د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او د نړیوالو بشرپالو حقونو له مخې دنده لري چې د موقتو اعدامتونو او شکنجې قربانیانو ته غرامت ورکړي.»
دوی ګومان ښوولی چې د اسټرالیا دولت د جنايي پلټنو او عاملانو د محاکمې تر څنګ هوډ څرګند کړی چې قربانیانو ته به غرامت ورکوي.
دوی ويلي، څلور کاله وړاندې اسټرالیا د غرامت له ورکړې سره موافقه ښوولې او پر ځینو قتلونو هم ۱۲ کاله اوړي، خو لا هم غرامت نه دی ورکړل شوی. د دوی په وینا، دا د منلو وړ نه ده.
د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې بالاخره اسټرالیا د غرامت د ورکړې لپاره ځيني مقررات تصویب کړل. په عین مهال کې د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې اسټرالیا غرامت د خیریه چارو په بڼه د خپل پوځ په ګټه بولي، نه له نړیوالو قوانینو سره سم د قربانیانو د یوه قانوني حق په توګه.
د کارپوهانو په اعلامیه کې راغلي چې دا طرح د خسارت د جبران لپاره د اجرا وړ نه ده او نه هم د غرامت په تړاو د بشري حقونو له معیارونو سره برابره ده.
د کارپوهانو په وینا، د اسټرالوي دولت عادلانه او قضايي تدابیر ناکافي دي او قربانیانو ته د معلوماتو د ورکړې او له هغوی سره د مشورې لپاره هیڅ الزامي اړخ نه لري.
دوی ويلي چې نړیوال قوانین پر اسټرالیا الزامي کوي چې له غرامت سره-سره د قربانیانو له کورنیو لکه اولادونو، مېرمنو او د افغانستان له قوانینو سره سم د کورنۍ له نورو غړو سره د رواني او روغتيايي پاملرنو، حقوقي مرستو، حمایتي زده کړو او نورو مواردو په شمول مرستې وکړي.
د کارپوهانو په وینا، بشپړه روغه او لاسنيوي کې ښايي د حقیقت منل، بښنه غوښتل او د قربانیانو درناوی شامل وي.
دوی ويلي: «له بده مرغه اسټرالیا مستقیما له قربانیانو او د هغوی له کورنیو بښنه نه ده غوښتې او هغوی يې په پلټنو، قانوني تعقیب او خپلو نظامي اصلاحاتو نه دي خبر کړي او لا یې هم د قربانیانو کورنیو ته د اسټرالیا د محکمې په بهیر کې لاسرسی نه دی ورکړی.»
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې ويل شوي چې اسټرالیا په خپلو جګړییزو یادښتونو کې هغه کس د جګړې اتل بولي چې د دې وژنو مسوول بلل کېږي او قربانیانو ته پام نه کوي او سپکاوی یې کوي.
کارپوهانو د خپل راپور په لړ کې په افغانستان کې سياسي او امنيتي فضا او له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو نشتون ته په پاملرنې د غرامت د ادا کولو په وړاندې ننګونو ته اشاره کړې.
دوی په عین مهال کې ويلي: «د غرامت د ورکړې لپاره عملي لارې شته دي او د همدې لپاره د خپلې مرستې وړاندیز کوو.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو همدا راز له هغو ټولو هیوادونو چې په افغانستان کې جنګېدلي غوښتي چې خپل فعالیتونه دې په بشپړه توګه وارزوي تر څو د جنايي پېښو او غرامت په تړاو د هر ډول جنګي جنایاتو په اړه ډاډ تر لاسه کړي.