اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو کارپوهانو د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د دې سازمان د ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ په شمول د المپیک نړیوالې کمیټې ته د یوه لیک له لارې په المپیک کې د افغان ښځینه لوبغاړو ګډون ستایلی او د هغوی د ملاتړ او ورته د زیاتو سرچینو د ځانګړي کولو غوښتنه کړې ده.
دا لیک چې نن (جمعه، ۱۹ د زمري) خپور شوی، پکې ويل شوي چې نړیوال ورزشي بنسټونه مسوول دي چې د طالبانو ظالمانه سیاستونه وننګوي او هر ځای چې افغان ښځینه لوبغاړې وي، ملاتړ يې وکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ورزش له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې هیڅ داسې اقدام دې نه کوي چې د طالبانو له «تبعيضي او غیر قانوني» سیاستونو سره همغږي ولري.
دوی په المپیک کې د افغانستان د لوبډلې «متوازن جنسیتي جوړښت» ستایلی چې د المپیک د نړیوالې کمیټې په ملاتړ جوړه شوې او دا یې ښه پیل بللی خو زیاته کړې يې ده چې دا کمیټه باید نور کارونه وکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي چې طالبانو له تېرو درو کلونو راهیسې افغان ښځې او نجونې د ورزش په ټولو برخو کې له ونډې اخیستنې منع کړې دي او دا د هغوی د حقونو د نه منلو وړ نقض دی.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په لیک کې ويل شوي: «دا بندیز د تبعيض په تړاو د طالبانو د بنسټیز شوي سیسټم برخه ده او یو جنسيتي ظلم دی چې ښايي د بشریت پر خلاف په جنایت واوړي.»
دوی زیاته کړې چې له دې بندیز سره-سره د المپیک د نړیوالې کمیټې په مثبتې لاسوهنې سره په تبعید کې افغان لوبغاړې د افغانستان او کډوالو د لوبډلې د یوې برخې په توګه په المپیک او نورو لوبو کې لوبېږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي: «اړينه ده چې د افغانستان الهام بښونکې او باوړتیا لوبغاړې په پاریس کې په ورزش او نورو سیالیو کې ولیدل شي، په داسې حال کې چې په خپل هیواد کې له عامه ژونده شړل شوې دي. د دوی ګډون د طالبانو د سیسټماټیک ظلم او د ښځو او نجونو د شړل کېدو په مقابل کې دی.»
دوی ويلي چې په خپل لیک کې يې د ملګرو ملتونو له منشور، د بشري حقونو له نړیوالې او د المپیک له منشور سره سم د ورزشي بنسټونو مسوولیت یاد کړی دی او همدا راز يې اندېښنه ښوولې چې د المپیک د نړیوالې کمیټې ځيني غړي نشي کولای او یا هم نه غواړي چې د ښځو او نجونو د برابر او بې تبعیضه ګډون په تړاو پر خپلو سازماني ژمنو عمل وکړي.
د پاریس په المپیک کې اوو هغو افغان ښځینه لوبغاړو ګډون کړی وو چې په تبعید کې ژوند کوي؛ درې تنه يې د افغانستان او څلور تنه يې د پناه غوښتونکو په لوبډله کې وې.
د المپیک پاریس لپاره د افغانستان لوبډله له درو نارینه او درو ښځینه لوبغاړو جوړه ده چې د المپیک د نړیوالې کمیټې له لوري د افغانستان د المپیک کمیټې له پخوانیو چارواکو سره په مشوره جوړه شوې.
طالبانو اعلان کړی و چې د دې لوبډلې غړي په رسمیت نه پېژني او یوازې درې نارینه لوبغاړي د افغانستان استازي بولي.