اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو ۲۲ کلن ځوان د برېښنا نیولو له کبله مړ شوی دی.
د سیمې یو اوسیدونکي شیر آغا وویل، چې دغه پېښه تېر ماښام (جمعه، ۱۹ د زمري) د جلال اباد ښار اړوند «نارنج باغ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، یاد ځوان سلیم نومیده، چې په خپل کور کې د برېښنا د تارونو د ترمیمولو پر مهال برېښنا نیولی او مړ شوی دی.
له دې څو څو ورځې وړاندې په سره رود ولسوالۍ کې هم یو ځوان د برېښنا نیول کیدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د هیواد په ډیرو ښارونو کې برېښنایي سیستم په معیاري ډول نه دی جوړ، چې له کبله یې ډیر کله یو شمیر هیوادوال د تارونو ترمیمولو پر مهال ژوند بایلي.