اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د جلال اباد ښار اړوند «کابل هډې» سیمه کې یو ۱۴ کلن ماشوم د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب او مړ کړی دی.
د سیمې اوسیدونکی سید علي وایي، چې دغه ماشوم تېره ورځ (جمعه، ۱۹ د زمري) مازدیګر ناوخته د کابل هډې اړوند د کانال «نهر» کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوی دی.
د هغه په خبره ډوب شوی ماشوم یعقوب نومیده او له خپلو نورو ملګرو سره لامبو وهلو لپاره یادې سیمې ته ورغلی و، چې نهر کې اوبو ډوب کړی او جسد یې ځایي خلکو له څو ساعتونو وروسته له اوبو راویستلی دی.
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي، چې د جلال اباد ښار او نږدې سیمو څخه په تېرو پنځو میاشتو کې د ۳۸ هغه کسانو مړي ور وړل شوي چې په سیندونو او نهرونو کې د لامبو وهلو پر مهال مړه شوي دي.
د ګرمې هوا له کبله هره ورځ د هېواد ډېری وګړي د لامبو وهلو لپاره سیندونو ته ځي، چې ګڼ هغه یې له اوبو سره د بې احتیاطۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.