close
انځور: استول شوی

ننګرهار کې «ناپيژانده وسله والو» یو ځوان په ډزو وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې «ناپيژانده وسله والو» یو ځوان په ډزو وژلی دی.

یو ځایي اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۱۹ د زمري) د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند «هډې اخندزاده» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، وژل شوی ځوان عتیق الله نومیده چې جومات ته پر لاره پرې وسله والو برید کړی او هغه یې وژلی دی.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې ده.

بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په شینوارو ولسوالۍ کې یې یو کس د یو بل تن د وژلو په تور نیولی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی، چې اوس مهال تر څیړنو لاندې او وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ننګرهار کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې زیاتې شوي او له دې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې هم ناپيژانده کسانو یو ځوان د چاقوګانو په ګوزارونو سره وژلی و.