اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچينې وايي، د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې د حاجي عبدالظاهر په نوم کس چې په تېر نظام کې د ملي امنیت د نظامي برخې قومندان و د «نامعلومو» کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه قومندان تېره شپه (جمعه، ۱۹ د زمري) مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه «کاریز» سيمه کې وژل شوی دی.
د سرچينو په وينا، عبدالظاهر په تېر جمهوري نظام کې د يوې مودې لپاره د ملي امنیت د نظامي برخې قومندان پاتې شوی و، چې د طالبانو په راتګ سره نوموړي کومه دنده نه لرله او په کور ناست و. خو سرچینې دا په ډاګه نه کړه چې یاد قومندان په کوم ولایت کې دنده پرمخ وړې.
د هلمند لپاره د طالبانو امنيتي ادارو تر اوسه د رامنځته شوې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې د هلمند په ګډون د هيواد په ګڼو ولايتونو کې د نامعلومو کسانو له لوري د تېر نظام سرتېرو د په نښه کېدو پېښې زياتې شوي دي.