close

د کونړ پر فضا بې پیلوټه الوتکو ګزمې کړي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سرکاڼو، خاص کونړ، مرورې، آسمار او دانګام ولسوالیو پر فضا بې پیلوټه الوتکو ګزمې کړي دي.

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغو الوتکو چې شمیر یې معلوم نه دی تېره شپه (شنبه، ۲۰ د زمري) شاوخوا ۰۸:۰۰ بجې د کونړ ولایت اړوند «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه سیمو کې ګزمې کړي دي.

سرچینې ونه ویل، چې دا بې پېلوټه الوتکې کوم هېواد پورې تړاو لري، خو وايي چې شاوخوا یو ساعت یې ګزمې کړي او بیرته له ډېورنډ کرښې هاغاړې اوښتې دي.

تر اوسه د کونړ پر فضا د بې پېلوټه الوتکو د هوايي ګزمو په تړاو په دغه ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې، چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه موقعیت لري د بې پېلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوي او حتا بریدونه یې کړي دي.