اطلاعات روز: د ننګرهار له تورخم څخه یوې امنیتي سرچینې اطلاعات روز ته ويلي چې نن (دوشنبه، ۲۲ د زمري) شاوخوا درې نیمې بجې د طالب ځواکونو او د پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پیل شوې چې لا هم روانه ده خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې تر نښتې وروسته په تورخم کې د تګ-راتګ لار هم د مسافرو پرمخ تړل شوې.
سرچینې زیاته کړې، یاده نښته د پاکستاني پوځیانو له خوا پر طالب ځواکونو د لومړيو ډزو له امله پېښه شوې چې طالب ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون ښودلی او ورسره جګړه پیل شوې چې له معلوماتو سره سم تر اوسه هم روانه ده.
بلخوا د پاکستان حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دې ویلي.
په ورته مهال کې پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم لیدل کېږي چې د دواړو لورو تر منځ ډزې روانې دي.
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مسافرو او سوداګریزو توکو د تګ-راتګ تر ټولو مهمه لار ده.
د یادولو ده چې په تورخم کې د طالب ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ پخوا هم د بېلابېلو لاملونو له کبله نښتې شوې دي.