اطلاعات روز: د ننګرهار په تورخم کې یوې امنیتي سرچينې اطلاعات روز ته ويلي چې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو د نښتې پر مهال د پاکستان له لوري د هاوان مرمۍ پر یوه کور لګېدلې او له امله يې د یوې کورنۍ درو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دسرچینې له معلوماتو سره سم، د دواړو لورو تر منځ جګړه نن (دوشنبه،٢٢ د اسد) شاوخوا درې نیمې بجې پیل شوه چې لا هم روانه ده. د سرچینې په وینا، د جګړې پر مهال د تورخم اړوند «غوړه کي» سیمه کې د ملکي وګړو یو کور د پاکستاني ځواکونو په برید کې په نښه شوی چې له امله يې د یوې کورنۍ یو ماشوم او مور وژل شوي او بل غړی یې ټپي شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې جګړه لا هم روانه ده او تر اوسه طالب ځواکونو د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته ویشتلې او همدا راز له جلال اباد ښار څخه د جګړې لومړۍ کرښې ته تازه دمي طالب ځواکونه هم رسیدلي دي.
تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي او نه هم پاکستاني چارواکو څه غبرګون ښوولی دی.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره «ډیورنډ فرضي کرښې» ته څیرمه سیمو خاص ډول په سپین بولدک او تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ وخت ناوخته نښتې شوي چې کله-کله مرګ ژوبله هم لري.