اطلاعات روز: د «رواداری» په نوم د بشري حقونو بنسټ وايي چې د ۲۰۲۴ ميلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال په افغانستان کې د افرادو «جبري ورکېدنه» د ۲۰۲۳ کال د همدې وخت په پرتله درې چنده لوړه شوې ده.
دې بنسټ نن (دوشنبه، ۲۲ د زمري) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې د پخواني حکومت کارمندان او د هغوی د کورنۍ غړي، د بشري حقونو فعالان او د طالبانو مخالفین او منتقدين د جبري ورکيدنې قربانیان دي.
د دې بنسټ له شمېرنو سره سم، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۳۶ تنه د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته «ورک» شوي دي چې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۲۵ موارد زیات دي.
د رواداري په راپور کې ويل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د لومړيو شپږو میاشتو پر مهال په افغانستان کې ۱۱ تنه په جبري توګه ورک شوي دي.
دې بنسټ ويلي چې د جبري ورکيدنې د کچې لوړوالی ښيي چې طالبان له دې لارې د پخواني حکومت له کارمندانو او خپلو مخالفینو او منتقدینو انتقام اخلي.
د «رواداري» په راپور کې ویل شوي چې د روان میلادي کال د جنوري مياشتې پر ۱۶ او ۱۸ طالبانو په دوو پېښو کې د بامیان ولایت له مرکز څخه پنځه نجونې ونيولې او له هغه وخته بیا تر اوسه يې په اړه هیڅ خبر نشته او طالبان د دې نجونو د نیولو دلیل او د هغوی د ساتنې ځای نه ښيي.
همدا راز دې بنسټ ويلي چې د جنورۍ پر ۲۸ د غور په مرکز کې دوه نظامیان نیول شوي او د مارچ پر درېيمه د دې ولایت په «پاسبند» ولسوالۍ کې څلور پخواني نظامیان نیول شوي دي چې له هغه وخته بیا تر اوسه يې په اړه خبر نشته.
«رواداري» ويلي چې په يوه بله پېښه کې يوه ښځه چې پخوا د هرات د امنیې قومندانۍ کارمنده وه د روان میلادي کال د فبروري پر نهمه ورکه شوه او خپلوان یې لا هم په برخلیک نه دي خبر او نه پوهېږي چې چيرته ساتل کېږي.
دې بنسټ زیاته کړې چې د روان میلادي کال د می مياشتې پر ۲۳ نېټه د هرات د «رباط سنګي» ولسوالۍ یو اوسېدونکی د طالبانو پر سیاستونو تر نیوکې وروسته ورک شو او لا يې هم د برخليک په اړه معلومات نشته.
د دې بنسټ په راپور کې ويل شوي چې د جون میاشتې پر اوومه نېټه د فراه ولایت له مرکز څخه یو تن ورک شو او د کورنۍ غړو يې پر ټولنیزو رسنیو عکس خپور کړ، خو وروسته معلومه شوه چې نوموړی د طالبانو د امنیې قومندانۍ په توقیف کې دی. د دې فرد کورنۍ ويلي چې خبر نه دي څه تور پرې لګېدلی او ولې د طالبانو له لوري نيول شوی دی.
د «رواداري» د راپور له مخې، په کندهار ولایت کې يو پخوانی نظامي چې له پاکستانه راستون شوی و، د روان کال د فبروري پر پنځمه د طالبانو د استخباراتو له لوري له خپل کار ځایه ونیول شو او خپلوانو یې ويلي چې تر نیول کېدو وروسته يې په اړه معلومات نه لري.
«رواداري» ويلي چې د طالبانو استخباراتو د فبروري پر ۱۶ طالبانو د یوه پخواني نظامي په ګډون شپږ نارینه له تخار ولایت څخه ونیول چې تر اوسه يې د برخلیک په اړه معلومات نشته او نه هم څرګنده ده چې چيرته ساتل کېږي.
دې بنسټ زیاته کړې چې د مارچ پر ۳۰ طالبانو په بدخشان ولایت کې یو ځوان چې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د قربانیانو له کورنۍ سره يې خواخوږي کړې وه، ونيو او له هغه وخته بیا تر اوسه يې د برخلیک په اړه معلومات نشته.
«رواداري» ويلي چې د جنورۍ په لومړیو کې هم د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تړاو د بدخشان یو اوسېدونکی د طالبانو له لوري ونيول شو چې تر اوسه يې کورنۍ په برخلیک او د ساتل کېدو په ځای نه ده خبره.
دې بنسټ ويلي چې ډېري ورکيدنې د طالبانو د استخباراتو له لوري شوې دي، خو په ولایتونو کې د دې ډلې د امنیې قومندانۍ قومندانان او «الفارق قول اردو» د افرادو د جبري ورکيدنې مسوول دي.
د خپلسرو نیونو زیاتېدل
د «رواداري» د راپور پر بنسټ، د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۱۴ تنه په خپلسرې او غیر قانوني توګه نیول شوي او زنداني شوي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.
په دې راپور کې ويل شوي چې د پخواني حکومت کارمندان، مدني فعالان، خبریالان او د طالبانو مخالفین او منتقدین هغه افراد دي چې په خپلسرې او غیر قانوني توګه نیول شوي دي.
د دې راپور په يوه بله برخه کې ويل شوي چې طالبانو د وروستیو شپږو میاشتو پر مهال لږ تر لږه ۲۵۲ تنه له خپلو مخالفو ډلو سره د تړاو په تور نيولي او زنداني کړي دي چې د تېر کال په پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.
په دې راپور کې ويل شوي چې د دې مودې پر مهال د پخواني حکومت د کارمندانو خپلسرې نیونه او ځورونه ۱۲.۳ سلنه او د مدني فعالانو او بشري حقونو د مدافعینو خپلسرې نیونه او ځورونه ۵۷.۴ سلنه زیاته شوې ده.
«رواداري» ويلي چې په دې مواردو کې د شمېرو د کمښت دلیل ښايي معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د طالبانو سخت محدودیتونه وي.
د وژنو او زندانیانو د شکنجې زیاتېدل
د «رواداري» په راپور کې ويل شوي چې د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال لږ تر لږه ۱۲ تنه د طالبانو په زندانونو کې د شکنجو له امله وژل شوي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
له دې راپور سره سم، په دې موده کې طالبانو لږ تر لږه ۱۵۱ تنه په «درو» وهلي چې د تېر کال په پرتله دوه ځله زیاتوالی پکې راغلی.
«رواداري» ويلي: «د نارینهوو په تناسلي الو پسې د ډبرو تړل، د بدن د غوښو پرې کول او د نوکانو کښل، وږي ساتل، په ګرمۍ او یا هم سخت یخ کې ساتل، په ډزو وېرول، مصنوعي غرقول، د زندانیانو په خوله کې د اوبو نل ورکول (داسې چې لومړی يې په کمپله کې وتړي او وروسته ورته اوبه په زور ورکوي)، برقي شاک، په غږیزې ککړتیا کې ساتل، بې خوبه کول، په سوکانو او لغتو، لرګي او د وسلې په کونداغ وهل، په چت را ځړول، خفه کول، زندانیان او د هغوی کورنۍ په مرګ ګواښل، سخت او سوځنده لمر ته د زندانیانو ساتل او خوراک نه ورکول د طالبانو په زندانیانو کې د شکنجې معمول روشونه دي.»
«رواداري» د خپل راپور په يوه بله برخه کې ويلي چې د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال د ښځو او نجونو د زده کړې پر حق محدودیتونه سخت شوي، لا هم کار، روغتيايي خدماتو او ازاد تګ-راتګ ته د لاسرسي له حق څخه بې برخې دي.
همدا راز دې بنسټ ويلي چې طالبان د عمومي خدماتو په وړاندې کولو، کاري فرصتونو ته په لاسرسي، د پرمختيايي پروژو په تطبیق، د بشري مرستو او امکاناتو او ملي سرچینو په وېش کې تبعيضي چلند کوي او په دې توګه ځپل شوې قومي او مذهبي ډلې نشي کولای چې په منصفانه او برابره توګه فرصتونو او سرچینو ته لاسرسی پيدا کړي.
د دې بنسټ له راپور سره سم، طالبان په ځانګړې توګه له هزاره ګانو او شیعه ګانو سره تبعيضي چلند کوي او ملي سرچینو، کاري فرصتونو او بشري مرستو ته د هغوی د لاسرسي په وړاندې خنډونه را پيدا کوي.
اسماعيلي شیعه ګان د مذهب بدلولو ته اړ کول
«رواداري» په خپل راپور کې ويلي چې د دې بنسټ موندنې ښيي چې طالبانو په بدخشان کې اسماعيلي شیعه ګان د مذهب پرېښوولو او د حنفي فقهې زده کولو ته اړ کړي دي.
د دې بنسټ له راپور سره سم، اوس مهال په بدخشان کې اسماعيلي شیعه ګان اجازه نه لري چې خپل مذهبي مناسبک او لارښوونې اجرا کړي.
ځایي سرچینو «رواداري» ته ويلي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د بدخشان په «زیباک، اشکاشم، شغنان، واخان، جرم، یمګان» او د «نسي درواز» په ځینو برخو کې د اسماعيلي مذهب پیروانو ته دیني مدرسې فعالې کړي دي او هغوی ته په جبري توګه له حنفي فقهې سره سم زده کړې ورکوي او اسماعيليه کورنۍ يې اړې کړې دي چې خپل اولادونه دې مدرسو ته ولېږي.
د «رواداري» له راپور سره سم، په هره مدرسه کې د اسماعیلیه شیعه ګانو له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې نجونې او هلکان په جبري توګه حنفي فقه زده کوي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا ډله د افغانستان له نورو قومي او مذهبي ډلو سره په پراخ تبعيضي چلند تورنه ده.
خو د طالبانو چارواکي تبعيضي چلند ردوي او وايي چې د افغانستان له خلګو سره د هغوی چلند له «اسلامي اصولو» او د هبت الله اخوندزاده له اوامرو سره سم دی.