close
Maisam Shafiey/NRC

مرستندوی بنسټونه: د افغانستان وګړي د فقر، کډوالۍ او ناهيلۍ په ګرداب کې بند دي

اطلاعات روز: پر افغانستان د طالبانو د درېيمې کلیزې په درشل کې یو  شمېر نړیوالو مرستندویو بنسټونو ويلي چې د دې هیواد وګړي پر بشري مرستو متکي دي او د فقر، کډوالۍ او ناهیلۍ په ګرداب کې بند دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې، د ناروې د پناه غوښتونکو شورا، د لوږې پر خلاف اقدام، د ماشومانو د ژغورنې سازمان او پنځو نورو سازمانونو نن (سې‌شنبه، ۲۳ د زمري) په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان په تړاو د نه پاملرنې له امله اخطار ورکړی دی.

د دې بنسټونو په اعلامیه کې ويل شوي چې د واک تر بدلون درې کاله وروسته هم د افغانستان میلیونونه وګړي د نړۍ په تر ټولو ستر او بدترین بشري ناورین کې بند پاتې دي.

د دې بنسټونو له شمېرو سره سم، اوس مهال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۵۲ سلنه یې ماشومان او ۲۵ سلنه ښځې دي.

دې بنسټونو زیاته کړې چې په افغانستان د خوړو ناامني پراخه ده، په هیواد کې دننه ۶.۳ میلون وګړي بې ځایه شوي او د تېر کال په پرتله بې‌کاري دوه چنده زیاته شوې.

دوی اخطار ورکړی دی چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ او دوامدار ګډون پرته خطر شته چې افغانستان په یوه هېر شوي کړکېچ واوړي.

دې بنسټونو ويلي، سره له دې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امنيتي وضعیت ښه شوی دی او ډېری هغو سیمو ته لاسرسی پیدا شوی چې پخوا ناممکن و، خو بیا هم پراخې ننګونې شته او ټولو اړمونو ته د اغېزناکې رسيدنې مخنیوی کوي.

دوی ویلي چې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره چې کومه ۳.۰۶ میلیارد ډالره بودجه غوښتل شوې وه، د هغې یوازې ۲۵ سلنه تر لاسه شوې او د مالي سرچینو دا کمښت د خلګو پر ورځني ژوند اغېز کوي او حالت ورسره په بنسټیزه توګه خرابېږي.

د دې بنسټونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د روان میلادي کال پر مهال د بودجې د کمښت له وجې ۳۴۳ روغتيايي ټیمونه معطل شوي دي چې د ټولو روغتیايي ټیمونو ۵۲ سلنه کېږي.

دوی زیاته کړې چې دې موضوع په افغانستان کې د روغتیا او خوړو د اړتیاوو ځوابولو پر برنامو پام وړ اغېزه کړې او له همدې امله اړمن وګړي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د دې اعلامیې لاسلیکوونکو ټینګار کړی چې په افغانستان کې روان کړکېچ یوازې په بشرپالو مرستو نشي حل کېدلای او د نړیوالې ټولنې له شرایطو سره سم هر اړخیز او پایدار ځواب ته اړتیا ده.

دوی زیاته کړې: «افغانستان د فقر د ریښو د له منځه وړلو لپاره د اوږدمهال پرمختیايي مرستو ته سخته اړتیا لري. په افغانستان کې د داسې یوه ډيپلوماټیک چاپېریال د را منځ ته کولو لپاره ډيپلوماټیک تعامل ډېر مهم دی چې د بېړنیو مرستو تر څنګ د پرمختیايي پروژو لپاره د نړیوالو مرستو د تر لاسه کولو او د هغو لپاره د کېدونکو هلو-ځلو ملاتړ وکړي.»

دې بنسټونو ويلي چې اوس مهال د مرستندویو هیوادونو انزوا خوښوونکی چلند د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه ماشومانو، ښځو، قومونو او نورو څنډې ته کړل شویو ډلو په وړاندې د پرتو ستونزو په دوامدار حل کې مرسته نه کوي.

دوی زیاته کړې: «د دې چارې لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ له همغږي کوونکي سیسټم سره د محلي سازمانونو په شمول د بشرپالو او پرمختیايي لوبغاړو تر منځ دوامداره همکاري اړینه ده تر څو له ډي فا چارواکو (طالبانو) سره د هر اړخیز، اصولي او ستراتېژيک تعامل له لارې د عملیاتي ننګونو (لکه بیوکراټیک او اداري خنډونه او افغانستان ته د مالي سرچینو د انتقال ستونزې) حللارې تر لاسه شي، کړکېچونو ته پر وخت غبرګون وښودل شي او همدا راز د نړیوالو بشري حقونو د دفاع لپاره د مهمو هلو ځلو تضمین وشي.»

د دې بشرپالو بنسټونو په اعلامیه کې ويل شوي چې د نړیوالې ټولنې پر شاتګ د ځپل شویو افغانانو لپاره لویه بیه لري او د ډیپلوماټیکو تعاملاتو له زیاتولو او اوږدمهاله مالي تأمین پرته د افغانستان وګړي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې کلونه نور هم پر همدې حال پاتېږي تر څو وکړېږي.

فقر تقریبا نړیوال شوی او د اقتصادي کړکېچ له وجې بشري اړتیاوې مخ پر زیاتېدو دي او همدارنګه د اقليمي بدلونو اغېزې، جنسيتي کړکېچ او د مرستو کمښت مخ پر زیاتېدو دي.

دې بنسټونو په خپله اعلامیه کې له طالبانو سره د بشرپالي او ډيپلوماټیک تعامل د زیاتېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دې چې دا چاره ټولو وګړو ته د مرستې رسولو لپاره د دوی وړتیا زیاتوي او همدا راز کولای شي اغيزناکې او عادلانه مرستې وکړي او طالبان هم هڅوي چې د ټولو جنسیتونو په وړاندې د خپلو تعهداتو په شمول د نړیوالو بشري حقونو معیارونو ته ژمن پاتې شي.

همدا راز دوی ويلي چې فقر او ژورې انزوا ته د افغانستان د سقوط د مخنيوي لپاره باید مرسته کوونکي له سره پرمختیايي او اوږدمهالې برنامې پيل کړي او د هغو انعطاف منونکو ټولنو د را منځ ته کولو لپاره بودجه ځانګړې کړي چې پر مرستو کمې متکي وي.

دې مرستندویو بنسټونو زیاته کړې چې په دې لړ کې باید جنسیتي اړتیاوو ته په پام په کرهڼه کې پانګونه، له اقليمي بدلونو سره ځان عیارول، د خوړو د ځنځيري ارزښت لپاره د بازار تګلارې، د وړو کروندګرو لپاره مالي خدماتو ته لاسرسی او همدا راز د ښځو تر مشرۍ لاندې واړه کاروبارونه شامل وي.

همدا راز دې بنسټونو د دوه اړخیزو سرچینو په مووضعاتو لکه اقتصادي وده کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې، خو ټینګار يې کړی چې په عین مهال کې باید له طالبانو وغوښتل شي چې بیوکراټیک او اداري خنډونه باید ختم کړي او په ټول هیواد کې بشرپالو مرستو ته د بې خنډه لاسرسي زمینه برابره کړي.

دوی همدا راز په افغانستان کې د بشرپالو برنامو د تمویل غوښتنه کړې او له مرستندویو هیوادونو يې غوښتي چې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. نړیوالو مرستندویو بنسټونو د روان میلادي کال پر مهال بیا-بیا د بودجې له کمښت او د افغانستان په تړاو د نړۍ د نه پاملرنې په تړاو شکایت کړی او د هغو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.