اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ او د دې سازمان ۱۹ نورو کارپوهانو د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې کلیزې په تړاو په یوه ګډه اعلامیه کې ويلي چې نړیواله ټولنه باید د دې ډلې حکومت عادي نه کړي. دوی د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو د مشرانو پر خلاف د قضیې د پیلېدو ملاتړ وکړ چې پر خلاف يې باید د ښځو په وړاندې د تبعیض د مخنیوی د کنوانسیون د نقض او نورو اسنادو له مخې قضیه پرانیستل شي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې ويل شوي چې د تېرو درو کلونو پر مهال د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو د یوه داسې رژيم له لوري سخت بریدونه کېدل چې په خپله مشروعیت او ټولشموالوالی نه لري.
دوی ويلي چې طالبان خپل مخالفین، مدني ټولنه او رسنۍ ځپي او د عدالت، نه تبعیض، برابرۍ او قانون د حاکمیت په وړاندې يې خپله نه پاملرنه څرګنده کړې.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې چې وضعیت نور هم مخ پر خرابېدو دی او پیاوړو او اغېزناکو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا ده.
دوی همدا راز ويلي چې طالبانو د تېر کال پر مهال د جنسيتي تبعیض سیسټم نور هم پیاوړی او سخت کړی او په تاوتریخجنو او خشنو لارو نوي احکام او تبعيضي چلندونه پلي کوي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې تر ۸۰ زیات فرمانونه ورکړي او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه يې په نښه کړي او محدود کړي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د مطیع کولو بهیر پراخ او سیسټماټیک دی، تر دې چې د جنسيتي ځورونې او اذیت په شمول د بشریت پر خلاف جنایت ګڼل کېدلای شي. دوی ويلي چې وضعیت تر دې حده خراب دی چې افغانان وايي دا وضعیت باید «جنسيتي اپارتاید» وبلل شي.
په عین مهال کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، طالبانو ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو حقونه یوه «کورنۍ» موضوع ده.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې ويل شوي چې د طالبانو دا ادعا چې د افغانستان تر نیمايي د زیاتو وګړو حقونه یوه کورنۍ موضوع ده، د افغانستان له نړیوالو تعهداتو او په ملګرو ملتونو کې له غړیتوب سره سر نه خوري.
دوی ټینګار کړی: «نړیوال حقوق دا ایجابوي چې اقتصادي، سياسي او يا فرهنګي نظامونو ته له پاملرنې پرته باید د بشري حقونو او بنسټيزې ازادیو ملاتړ وشي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې: «موږ ټینګار کوو چې د اوسنیو چارواکو (طالبانو) د عادي کېدو لپاره باید هیڅ حرکت ونشي، تر څو چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ثابت، د اندازې او تایید وړ پرمختګونه نه وي شوي.»
که څه هم پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ درې کاله پر پوره کېدو دي، خو لا هم د دې ډلې حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی خو له دې سره-سره ځيني هيوادونه له طالبانو سره تعامل کوي او له دې ډلې سره اړیکې لري.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې د هغو هڅو ملاتړ کوي چې له امله يې د بشري حقونو وضعیت ښه کېږي، خو د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه باید اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې روان وضعیت په یوه «نوي عادي» وضعیت بدل شي.
دوی زیاته کړې چې هیوادونه باید د طالبانو د جنسيتي ظلم د بنسټیز شوي سيسټم د له منځه وړلو او ننګولو لپاره قوي او همغږې هڅې پيل کړي او د بشري حقونو د نقض د مخنيوي لپاره له خپل ځواک څخه استفاده وکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي: «موږ غواړو چې یوه داسې تګلاره تیاره شي چې د ځواب ویلو او مستند سازۍ ترکیب وي او د ښځو او نجونو، د بشري حقونو د مدافعینو، قومي او مذهبي لږکیو او د مدني ټولنې د فعالانو په شمول د افغانستان د زیاتره وګړو په همغږۍ، ګډون او ملاتړ چمتو شي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې جنايي محکمې غوښتي چې د افغانستان په تړاو دې خپلې څېړنې چټکې کړي تر څو هغه قضیې مخته ولاړې شي چې په تړاو يې کافي شواهد شته.
دوی زیاته کړې: «همدا راز موږ د ښځو په وړاندې د ټولو تبعیضونو د مخنیوي د کنوانسیون د نقض او نورو اسنادو له مخې د عدالت په نړیواله محکمه کې د افغانستان په تړاو د قضیې د پیلېدو ملاتړ کوو.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې په سياسي بهیرونو او ډيپلوماټیکو تعاملاتو کې باید د غیر طالب وګړو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکیو غږ او بشري حقونه واورېدل شي. د دوی په وینا، دا ډېر ارزښت لري.
دوی همدا راز زیاته کړې چې د روان بشرپالي کړکېچ پر مهال د افغانستان د وګړو د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د پوره کېدو په تړاو اندېښمن دي او په دې تړاو اړتیا ده چې له بشرپالو مرسته هاخوا اقدامات وشي چې باید د طالبانو په ګټه نه وي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمښت په تړاو ويلي چې اوس د لیرې کېدو وخت نه دی، بلکې د افغانستان له وګړو سره د نوي تعهد او د هغوی د ژوند، حقونو او کلتور د ساتنې وخت دی.
دوی ويلي چې طالبان ادعا کوي چې د خپل درې کلن حکومت په اوږدو کې يې له فساد او نشيي توکو سره د مبارزې او امنیت په برخه کې پرمختګ کړی دی؛ خو دوی ويلي چې کله د ښځو او نجونو د حقونو د تضییع په شمول د بشري حقونو دوامدار نقض روان وي او د طالبانو د ایډيولوژۍ مخالف کسان ځپل کېږي، هغه وخت هر ډول واقعي پرمختګ کمزوری کېږي.