اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېيمې کلیزې په تړاو ويلي چې له طالبانو د پوښتنې کولو او په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین د مخنيوي او بشري حقونو د ترویج لپاره نړیوال غبرګون «انتخابي، سمبولیک او ځيني وختونه د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو پر خلاف و».
دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۲۵ د زمري) د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې نړیواله ټولنه نه ده توانيدلې چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې معنادار ګام واخلي.
د بښنې د نړیوال سازمان په اعلامیه کې ويل شوي چې «قوي الفاظ» د طالبانو د بشري حقونو د ځپنې مخنیوی نشي کولای، خو «قوي اقدام» يې کولای شي.
د بښنې نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې له دولتونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ځپنې د مخنيوي لپاره ګام واخلي.
همدا راز دې بنسټ یو نړیوال غوښتنلیک تیار کړی دی او په هغه کې يې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې «د بشري حقونو د نقضونو په تړاو له طالبانو د پوښتنې-ګرویږنې کولو په موخه دې د یوه قوي میکانیزم د جوړولو لپاره بېړني، قوي او متحدانه اقدامات وکړي».
همدارنګه د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د طالبانو د هڅونې، د جنسيتي ځورونې د ختمولو او په ټولنیزو، سياسي او کلتوري برخو کې د ښځو د معنادار ګډون لپاره د فضا د ایجادولو په موخه دې پر طالبانو له هر ډول فشار څخه استفاده وشي.
دې بنسټ همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له لوري د بدني مجازات د ختمولو لپاره دې مشخص اقدامات وکړي او د یوه داسې خپلواک، بې پرې او سالم قضايي سیسټم د را منځ ته کېدو ملاتړ وکړي چې په وسیله يې د ښځو په شمول د افغانستان خلګ عدالت ته لاسرسی ولري.
طالبان پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په پراخه توګه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په نقض تورن دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو پر خلاف اقدامات «د بشریت پر خلاف جنایت» بللی او ويلي يې دې چې د عدالت په نړیواله محکمه کې يې د پلټل کېدو ملاتړ کوي.