close

«ملي مقاومت جبهه»: د طالبانو د حاکمیت دوام د ګاونډیو هیوادونو او سیمې لپاره جدي خطر دی

اطلاعات روز: «د افغانستان د ملي مقاومت جبهه» وايي چې د طالبانو د واکمنۍ دوام د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هیوادونو لپاره یو ډېر جدي خطر دی.

دې جبهې په هغه اعلامیه کې چې نن (پنجشنبه، ۲۵ د زمري) د کابل د سقوط د درېيمې کلیزې په مناسبت خپره شوې، ويلي: «دې ډلې د تکفيري مدرسو په جوړولو او په افغانستان کې د سيمه‌ییزو ترهګرو ډلو په ځای پر ځای کولو سره د افغانستان راتلونکی او له ګاونډیو هیوادونو سره د دې هیواد اړیکې له خطر سره مخ کړې دي.»

د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» زیاته کړې چې طالبان «د سیمې د استخباراتو په مرسته له امریکا سره د دوحې د شرموونکې معاهدې او په یوه پټه‌وښکاره او سیسټماټیکه توطیه کې د داخلي مهرو په همغږۍ سره» پر افغانستان واکمن شول.

دې جبهې ويلي چې طالبانو د وروستیو درو کلونو پر مهال زیات انسانان د خپلو انساني او اسلامي حقونو د غوښتنې له وجې «په ډزو وژلي» او یا یې زنداني کړي دي.

د دې جبهې په اعلامیه کې ويل شوي چې طالبانو د دې درو کلونو پر مهال د پخواني نظام ډېری کارمندان «ورک کړي» او د هیواد د مشخصو سیمو اوسېدونکي يې «جبري کډه» کړي دي.

د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» ټینګار کړی چې «د اسلامي حقونو، ټولنیز عدالت، نظم، ولسواکۍ او بیان د ازادۍ تر تامینېدو پورې» د طالبانو پر خلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د «افغانستان ملي مقاومت جبهه» یوه له هغو ډله ده چې د طالبانو پر خلاف نظامي فعالیت کوي او د وروستیو درو کلونو پر مهال يې بيا-بيا د کابل په شمول د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دې ډلې پر خلاف د بریدونو خبر ورکړی دی.