close

ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دوو بېلو ترافیکي پېښو له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې ویلي چې لومړۍ پېښه تیر مازیګر (پنجشنبه، ١٥ د وري) د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند «عربانو ګولایي» سیمه کې رامنځته کې شوې.

سرچینه زیاتوي چې په یاده سیمه د «قاري هدایت الله» په نامه یو طالب سرتیري چې په «قاري داعش» مشهور دی، هایلکس موټر یې د ګړندي تګ پر مهال د یو ماشوم پر سر خېژولی او ځای پر ځای یې وژلی دی.

سرچینه زیاتوي چې یاد طالب سرتیری د طالبانو له لوري نیول شوی او لا تر اوسه معلومه نه ده چې نیول شوی طالب د کوم ارګان مربوط دی.

همدا راز سرچینو ويلي چې تیره ورځ (پنجشنبه، ١٥ د وري) ماسپښین درې بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «کابل هډې» سیمه کې یو کس موټر وهلی او بیا یې د هغه جسد کانال یا هم نهر ته غورځورلی. خلګو تر پېښې دوه ساعتونو ورورسته جسد په انګور باغ سیمه کې له نهر څخه کښلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د سرچینې په خبره موټر چلوونکی تر پېښې وروسته تښتیدلی دی.

ننګرهار کې دوې ورځې وړاندې هم په ترافیکي پیښه کې د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي وو.

د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ترافیکي اصولو نه مراعاتول، د سړکونو تنګوالی او ګڼ نور هغه عوامل دي چې له کبله یې ګڼې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي او ډېر وخت مرګژوبله هم لري.