اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شاژدافیرې په استانه کې له قزاقستاني چارواکو سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی او ویلي يې دې چې افغانستان نه هیریږي.
دې د قزاقستان په پلازمېنه کې د دې هیواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره کتلي دي.
کیرن ډیکر نن (جمعه، ۱۶ د وږي) پر ایکس لیکلي چې «په افغانستان کې د ګډو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو منافعو په تړاو له خبرو-اترو خوښه ده».
دې امریکايي ډيپلوماټې زیاته کړې چې «د افغانستان د خلګو د ملاتړ په تړاو قوي همغږي» شته.
دې ویلي: «د سیمهییزو اړیکو د پراختیا او له خلګو سره د خلګو د تړاو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي. افغانستان نه هېریږي.»
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې وزارت مرستیال وزیر د سیمې د امنیت او د افغانستان ټولنیز ثبات په تړاو له امریکايي لوري سره خبرې کړې دي. د اعلامیې له مخې، هوکړه شوې چې د دې هیواد د اقتصاد رغونې او د خلګو د ژوند ښه کولو له لارې باید د افغانستان ټولنیز ثبات پیاوړی کړل شي.
باکایف ویلي چې د قزاقستان دولت په منظمه توګه له افغانستان سره بشري مرستې کوي، افغان محصلین روزي او له نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ له لارې بېلابېلې پروژې پلې کوي.
دې قزاقستاني ډيپلوماټ ویلي چې هیواد یې اراده لري د عملي همکاریو په چوکاټ کې له افغانستان سره د انرژۍ او ټرانسپورټ – لوجیستیک او همدا راز د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکايي لوري له قزاقستانه مننه کړې چې په دوامداره توګه یې د افغانستان د خلګو ملاتړ کړی او له کابل سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې د استانې هڅې مثبتې بللې دي.
د اعلامیې له مخې، امریکايي ډيپلوماټانو هم له افغانستان سره د تعامل لپاره د عملي میکانیزمونو د را منځ ته کولو هوکړه کړې.
قزاقستان له طالبانو سره ډيپلوماټیکې اړیکې لري او د دې ډلې ډيپلوماټان یې په استانه کې د سفارت د شاژدافیر په حیث منلی دی.
همدا راز قزاقستان طالبان له بندیز سره د مخ ډلو له نوملړه ایستلي دي.