اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړوونکو د پوښتنې-ګرويږنې کولو لپاره باید يو خپلواک بنسټ جوړ شي.
دې سازمان نن (دوشنبه، ۱۹ د وږي) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ويلي، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې هیواد کې د بشري حقونو وضعیت بدتر شوی دی.
د بشري حقونو په اعلامیه کې ويل شوي چې د طالبانو ځپونکو سیاستونو په نامتناسبه توګه ښځې او نجونې په نښه کړې دي او افغانستان یې په نړۍ کې د ښځو د حقونو په تر ټولو بد کړکېچ کې ښکېل کړی دی.
په بشر حقونو څار کې افغان څېړونکې فرشتې عباسي ويلي: «طالبانو په افغانستان کې له کوم مجازات پرته بنسټیز حقونه په سيسټماټیک ډول نقض کړي دي.»
دې همدا راز ويلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید د ناوړه ګټې اخیستنې د شواهدو د راغونډونې او ساتنې او همدا راز د هغو هڅو د ملاتړ لپاره یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړي چې د بشري حقونو سرغړوونکي پوښتي. دې زیاته کړې چې په ډېری نورو ځایونو کې داسې ځانګړي میکانیزمونه جوړ شوي.
عباسي ويلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید د پوښتنې-ګرویږنې کولو یو خپلواک میکانیزم جوړ کړي، تر څو د عدالت او غرامت په لار کې د افغان وګړو ملاتړ وکړي چې د تېرو څو لسیزو پر مهال له ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شوي دي.
په دې وروستیو کې د بشري او مدني حقونو تر ۹۰ د زیاتو سازمانو ایتلاف هم په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو د ارزونې او پوښتنې-ګرویږنې کولو لپاره د یوه خپلواک نړیوال میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې وه.
د بشري حقونو د بنسټونو په وینا، دا جوړښت باید د شواهدو او مدارکو د څېړنې، راټولونې، ساتنې او شننې لپاره کافي مالي او تخنیکي سرچينې ولري، ترڅو په راتلونکي کې د ملي او نړیوالو محکمو جنايي پروسې اسانه کړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په تړاو د بشري حقونو د شورا غونډه نن جوړه شي.
په دې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بېنټ خپل راپور وړاندې کړي.