close
انځور: استول شوی

طالبانو کونړ کې یو ځوان د لفظي شخړې له امله په ډزو ویشتلی

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې طالبانو د دې ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د سیمې یو ځایي ځوان د لفظي شخړې له امله په ډزو ټپي کړی.

سرچینه وایي، دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۸ د وږي) مازیګر مهال د ماڼوګي ولسوالۍ په «ننګلام بازار» کې را منځته شوې.

سرچینه وایي، د طالب جنګیالیو له لوري ویشتل شوی ځوان نه دی مړ شوی؛ خو د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی. سرچینې د ټپي شوي ځوان د هویت په تړاو نور معلومات ورنه کړل.

یوه بله سرچینه وایي چې د بازار هټۍ والو ډز کوونکی طالب جنګیالی وهلی ډبولی او په نازک روغتیايي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه په دې تړاو کونړ کې ځایي طالبانو څه نه دي ویلي او نه هم د شخړې په تړاو نور جزییات ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ-ګوټ کې ګڼ کسان د طالب جنګیالیو له لوري په مخامخ ډزو کې مړه او ټپیان شوي دي.