close

ارزګان کې په یوې ترافيکي پيښه کې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د یوې ترافيکي پيښې له امله کې يو کس مړ او  بل کس سخت ټپي شوی دی.

په دې ولايت کې د طالبانو د پوليسو وياند بلال ارزګانی وايي، چې پيښه نن (سې شنبه، ۲۰ د وږي) غرمه مهال شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د ترينکوټ ښار په مرکزې څلور لارې کې د یو موټرسایکل او اسکواټور د ټکر له امله رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې په دې ترافیکي پیښه کې موټرسایکل چلوونکی مړ او شاته ناست کس سخت ټپي شوی دی.

د ارزګاني په وینا، چې ټپي کس طالب پولیسو د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړی، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

هغه د دې پیښې لامل بې احتیاطي او د موټرسایکل چلوونکي تیز سرعت بللی دی.

هیواد کې ډیری ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، زیات سرعت او خرابو سړکونو له کبله رامنځته کېږي.