اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په محبس کې زندانیان په یو ډول موسمي ناروغۍ او خارښت اخته شوي دي.
څو سرچینو چې خپل او خپلوان یې اوسمهال د ننګرهار په محبس کې بندیان دي له مونږ سره یې په خبرو کې وویل، چې اوسمهال په دغه محبس کې پر موسمي ناروغۍ د اخته زندانیانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی او کابو ټول بندیان د اسهالات، سینه بغل، نفس تنګي، محرقه، زکام، دوامدارې تبې او یو ډول د خارښت په ناروغۍ اخته شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې په ځينو بلاکونو کې ناروغه بندیان له نورو جلا شوي دي، خو د روغتیایي امکاناتو نشتون له کبله ناروغۍ په ټولو بندیانو کې د خپریدو په حال کې ده.
یوې بلې سرچینې د کورنۍ غړی یې دا مهال د ننګرهار په محبس کې د بند شپې او ورځې سبا کوي هم تاییدوي، چې زندانیان په موسمي ناروغیو اخته شوي دي.
د سرچینې په خبره د نورو ناروغیو سربیره بندیانو کې د پوستکي خارښت یو ډول ناروغۍ خپره شوې چې زندانیان ترې کړیږي.
سرچینه وایي، چې د پوستکي خارښت ناروغۍ باندې اخته بندیانو ورته ویلي، چې لومړی یې پر پوستکی یو ډول وړې دانې راپورته شي، ورپسې سخت خارښت او درد هم کوي چې شپه او ورځ ترې ناکراره وي.
د سرچینې په وینا د ځینو ناروغو زندانیانو درملنه شوې، خو هغاغسې چې لازمه ده روغتیایي خدمات ورته نه دي وړاندې شوي.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه د ننګرهار محبس له مدیر سره خبرې ولرو، خو هغوی زمونږ تیلیفوني اړیکه ځواب نه کړه.
خو، په همدې حال کې ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د یو خبر په خپرولو سره ویلي، چې د ناروغه زندانیانو د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوې.
دغې رسنۍ زیاته کړې چې د ننګرهار د زندانونو چارو سمون ریيس مولوي محمد مقتدا حفيظ اللّٰه د مرافعه محکمې ریيس مولوي عبدالشکور او د ښاري محکمې د جزا دیوان الف جز او امنیت عامې ديوان الف جز رییسانو سره کتلي او په ياده ليدنه کې د زندان ریيس له مسوولینو سره د ناروغ زندانيانو ستونزې شريکې کړي، چې د مرافعې محکمې ریيس د زندانيانو ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د ننګرهار د زندانونو چارو سمون رییس مولوي محمد مقتدا حفيظ اللّٰه ویلي، د ناروغه زندانيانو په هکله به د سترې محکمې امر ته په تمه دي او له هغې وروسته به لازم اقدامات ترسره کړي.