اطلاعات روز: د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه راپور کې ويلي چې د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې په افغانستان کې د تاریاکو پر کرکیلې بندیز په کلیو کې د شاوخوا اوو میلیون وګړو پر ژوند اغېز کړی دی.
له دې راپور سره سم، کاریګرو د ۲۰۲۳ کال پر مهال په کلنۍ توګه ۱.۳ میلیارد ډالر او یا هم د افغانستان د داخلي ناخالصو تولیداتو اته سلنه له لاسه ورکړي.
د کړکېچ نړیوالې ډلې ويلي چې د تاریاکو د بدیل وړاندې کولو په برخه کې د طالبانو محدود ظرفیت د کروندګرو او کلیوالي کاریګرو لپاره اقتصادي شاک نور هم تشدید کړی او د هغوی ډېریو د غنمو او پنبه کرلو ته مخه کړې، خو د عاید له کمښت سره مخ دي.
د کړکېچ ډلې زیاته کړې چې د بدیل کښت پراختیا زیاتو اوبو، د سړو خونو جوړولو او غوره لارو او سړکونو ته اړتیا لري.
د کړکېچ د ډلې په وینا، طالبان د داسې زیربناوو د پراختیا لپاره لازمه بودجه نه لري. په عین مهال کې د تاریاکو بیې لوړې شوې دي او کاریګر هڅوي چې له دې بندیز څخه سرغړونه وکړي.
د کړکېچ د ډلې په راپور کې ويل شوي چې په جنوب کې کروندګرو تر وسه له خپلو زېرمو د نشيي توکو پلور دوامدار ساتلی او د طالبانو بندیز ته په وفادارۍ درناوی کوي. په عین مهال کې حتا د طالبانو په اصلي ټاټوبي کندهار کې هم دا نافرماني پر خپل ځای ده.
د طالبانو رهبر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د یوه فرمان له لارې د نشيي توکو پر کرکیلې، پېروپلور او استفادې بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې په افغانستان کې د تاریاکو کرکیله ۹۵ سلنه کمه شوې ده.
یو څه وخت وړاندې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې ويلي و چې که څه هم د طالبانو له لوري لګېدلی بندیز په افغانستان کې د تاریاکو د کمې کرکیلې لامل شوی دی، خو دې ډلې د زېرمو پر خلاف هیڅ اقدام نه دی کړی.
د سیګار په راپور کې ويل شوي چې د «آلیسس» سازمان انځورونه او د معیشت شننه او تحلیل ښيي چې په افغانستان کې د زېرمه شویو تاریاکو مقدار لا هم پام وړ دی او ۱۶ زره او ۵۶۷ متریک ټنه ته رسېږي.
په دې لړ کې د تاریاکو کاروباریان د لوړو قیمتونو له وجې له خپلو زېرمو ډېره ګټه کوي.
د کړکېچ د نړیوالې ډلې په راپور کې ويل شوي چې د تاریاکو د کرکیلې راتلونکی نامعلوم دی؛ که څه هم طالبان يې پلي کولو ته ژمن دي خو شونې ده چې د اقتصادي ستونزو له امله دا فرمان مات شي.
ځيني کارپوهان وړاندوینه کوي چې د تاریاکو پر کرکیلې د بندیز اقتصادي اغېز طالبان اړ کوي چې له خپله سیاسته پر شا شي خو دا شونتیا هم شته چې د طالبانو مشر له خپلې پرېکړي وانه وړي.
د کړکېچ د ډلې په راپور کې ويل شوي چې له بدیلو کاري فرصتونو پرته پر نشيي توکو د بندیز لپاره د طالبانو ستراتېژي د افغان کلیوالو د پراخې بې ځایه کېدنې او د ناهیلو د غریبو وګړو تر منځ د مهاجرت کچه زیاتوي.
د دې ډلې په وینا، طالبان باید د ډېرو غریبو بزګرانو رفاه ته پام وکړي او د دې بندیز په تړاو باید له مرحلهيي تګلارې کار واخلي.
د کړکېچ ډلې ويلي چې مرستندویان باید په افغانستان کې د اقتصادي ودې ملاتړ وکړي او اوس مهال باید هیواد له هغه حاد فقر څخه وباسي چې ورسره مخ دی.
د دې ډلې په راپور کې ويل شوي چې ځيني اوس مهال د غذايي امنیت او د روږدو د درملنې په برخه کې کار کوي، خو دا ډېره کمه مرسته ده.
د کړکېچ ډلې ويلي: «په ملي کچه د اغېزناک ملاتړ لپاره د طالبانو له رژیم سره همکارۍ ته اړتیا ده چې له سياسي اړخه سخت کار دی او د ډېری لوېدیځوالو سیاستوالو نه خوښېږي؛ خو له ملکي افغانانو په ځانګړې توګه ښځو سره به مرسته وکړي.»
د کړکېچ ډلې ويلي چې په لومړي سر کې کېدلای شي د کليوالي ودې، کرهڼې او د اوبو ساتنې ملاتړ وشي او همدا راز او د کرنیزو توکو د تولیداتو پر ټولونې پانګونه وشي.
خو د کړکېچ ډلې په وینا، واقعیت دادی چې که په کرکیله کې نشيي توکي نه وي نو نشي کولای کافي کاري فرصتونه ایجاد کړي، یوې داسې پرمختیايي برنامې ته اړتیا ده چې د ښځو په ګډون له کرکیلې پرته په نورو برخو کې پراخ کاري فرصتونه رامنځ ته کړي.
د کړکېچ ډلې زیاته کړې: «دا هر څه وخت ته اړتیا لري. تر څو چې هیواد د یوه نغدي محصول په توګه پر نشيي توکو د خپلې بساینې دردناکه مرحله تېره نه کړي، تر هغو باید طالبان يو څه نرمي وښيي.»