«گه عرش و گهى کرسى، گه نفى و گه اثباتم
گه مسجد و گه دیرم، گه کعبه و میقاتم
خلّص شنو اى عارف، از رمز مقالاتم
بىجان شدهام صد ره، تا جان خراباتم
چون جان خراباتم، جانان خراباتم».
دا د «خرابات» د مشهور شعر یوه برخه ده چې د استاد محمدحسین سرآهنګ او استاد مهوش په شان هنرمندانو له خوا ويل شوې ده (د شعر په توپیرونو سره). د خرابات محلې لرغونتوب د «خرابات» موسیقۍ له سبک سره یوځای شوی او په افغانستان کې یې یو دایمي نوم پرېیښی. د جمهوریت تر سقوط مخکې په کابل کې د موسیقۍ د مینوالو لپاره خرابات کوڅه د هنرمندانو اصلي ځای او د موسیقي الاتو د اخیستو او خرڅولو ځای و. تل له دې کوڅې د موسیقۍ او ساز غږونه اوریدل کېدل او پرته له موسیقۍ بل کاروبار پکې عجیب ښکارېده. خو نن ورځ د کابل خرابات کوڅه د هر کاروبار لپاره عادي ده، خو د موسیقۍ لپاره نه. د موسیقۍ ټول هغه دفترونه چې پخوا په خرابات کوڅه کې خلاص وو، اوس تړل شوي دي. له دې کوڅې د موسیقۍ غږونه کوچېدلي دي. هغه هنرمندان چې دفترونه یې لرل، هیڅ پیدا کېږي نه؛ داسې ښکاري لکه الونیا شوي چې وي. د کابل په نورو سیمو کې هم وضعیت همدا ډول دی. ټول ښوونیز مرکزونه تړل شوي دي. د شهرنو کیفې ګانې د موسیقۍ په غږونو پسې خفه دي او د پل سرخ د بازار یخني پلورونکي پرته له موسیقۍ خلکو ته خدمت کوي. هغه ځایونه چې پخوا په دشت برچي کې د موسیقۍ ښوونځي وو، اوس یا د خیاطۍ فابریکې دي یا د عمده پلورونکو ګودامونه.
د افغانستان د ټولو ولایتونو ترمنځ د کابل او موسیقۍ کیسه بېله وه. د جمهوريت په وخت کې کابل د نورو ټولو ولایتونو په پرتله د موسیقۍ لپاره پرانیستې فضا درلوده او په ټول ښار کې موسیقي روانه وه. کابل همدا درې کاله مخکې د «ستاره افغان» په نوم د موسیقۍ یوه برنامه درلوده، د موسیقۍ یو انسټیټیوټ یې درلود، د زهره په نوم یوه ارکسټرا یې لرله او په نړیوالو سیالیو کې یې برخه اخیستې وه او پولار جایزه یې ګټلې وه. پل سرخ بازار کلتوري ځایونه لرل. د کابل خصوصي ښوونځیو د هېواد د کلتوري بډاینې او د موسیقۍ د استعدادونو د موندلو لپاره د موسیقۍ بېله برخه جوړه کړې وه، خو نن ورځ په کابل کې «هیڅ» نشته. په کابل کې ټول هغه ځایونه چې تر سقوط مخکې يې د موسیقۍ او موسیقۍ د مینوالو لپاره ځایونه لرل، اوس د هر څه لپاره ځای لري مګر پرته له موسیقۍ. اوس د کابل په کوڅو کې سندرې پردۍ دي.
د کابل سقوط، د موسیقۍ سکوت
د ۱۴۰۰ کال پر مهال په زمري میاشت کې د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، د افغانستان موسیقي د مني د پاڼو په څیر د افغانستان د کلتور له ونې پرې شوه، په هوا کې وڅرخېدله او د افغانستان د خلکو پر سر وورېدله او په پای کې د طالبانو تر پښو لاندې شوه. موسیقي حرامه اعلان شوه او هنرمندان مجبور شول یا خپله دنده بدله کړي او یا له هیواده وتښتي. هغه خلک چې په هغو ورځو کې د ټوپک له زور او د زندان او شکنجې له ډار سره مخامخ وو، د موسیقۍ غم یې د خپلو غمونو د نوملړ په وروستۍ برخه کې و؛ دا د موسیقۍ د کیسې پای و او هنرمندان یو ځل بیا د طالبانو د دورې سخت چلند ته پاتې شول.
د افغانستان هنرمند او د «ستاره افغان» پروګرام پخوانی داور شکیب مصدق د کابل د سقوط د ورځو په اړه وایي: «هغه ورځې د ژوند تر ټولو بدې ورځې وې. ټولې تویې شوې وینې، کښل شوي زحمتونه، ترسره شوې مبارزې او لاسته راوړنې له لاسه ووتلې.»
د کابل په خرابات کوڅه کې د استاد قاسم بخش یو شاګرد وحید قاسمي په خرابات کوڅه کې د موسیقۍ د سقوط ورځې له نږدې لیدلې دي؛ «خلکو ویل طالبان د کابل ښار تر دروازو رسېدلي دي. ټول هنرمندان چې په خرابات کوڅه کې يې دفترونه لرل وارخطا شوي وو؛ ټول کوښښ مو دا و چې د تابلوګانو نمبرونه پاک کړو او د موسیقۍ وسایل پټ کړو.»
تر اسد میاشتې وروسته چې واک په پوره توګه د طالبانو لاسته ورغی، طالبانو د افغانستان د خلکو او موسیقۍ اړیکې ته اجازه ورنه کړه چې د پخوا په شان دوام وکړي. د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت فعالیت په ټول افغانستان کې پیل شو. دا وزارت تل د موسیقۍ ځپنه او د موسیقۍ د الاتو سوځول د خپلو لاسته راوړنو په توګه اعلانوي. دې وزارت په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په ټول افغانستان کې یې د وروستي یوه کال پرمهال ۲۱ زره ۳۲۸ د موسیقۍ آلات سوځولي او دا یې د یوې لاسته راوړنې په توګه یاد کړي. له موسیقۍ سره د طالبانو چلند نړیوال غبرګونونه هم راپارولي خو طالبان هغو ته پاملرنه نه کوي.
هنرمند؛ کډوالي او کړاو
د پخواني حکومت د ولسمشر تر تیښتې وروسته هغه هنرمندان چې په کابل کې وو او پیسې یې لرلې وتوانېدل چې له کابله وتښتي، خو هغه څوک چې په افغانستان کې پاتې شول، مجبور شول چې خپله دنده بدله کړي. غلامحسین چې په دشت برچي کې یې د موسیقۍ دفتر درلود، اوس د بار وړلو رکشه چلوي او کچالو او پیاز پلوري.
وحید قاسمي د خرابات کوڅې د هنرمندانو اقتصادي وضعیت په دې ډول بیانوي: «د خرابات کوڅې هنرمندانو د طالبانو تر راتګ وروسته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره خپله ټوله دنده بدله کړه او شاقه کارونه یې شروع کړل. درې کسان چې زه یې پېژنم بوټونه خرڅوي.»
شکیب مصدق د افغانستان دننه او بهر د موسیقۍ د هنرمندانو په اړه وایي: «د دننه هنرمندانو وضعیت سخت دی، هم د معیشت له پلوه او هم د رواني روغتیا له اړخه. ټول ژوند یې په یو ځل بدل شوی او ډېری هغه څه بایللي چې لرل یې. کوم هنرمندان چې له هیواده دباندې دي، هغوی هم په ښه رواني او روحي حالت کې نه دي.»
د افغانستان موسیقي یوه داسې لوبه ده چې هیڅ اړخ ته تمایل نه لري. هغه لوبه چې اوس مهال د افغانستان په جغرافیه کې هیڅ هویت نه لري. له موسیقي او له موسیقيوالو سره د طالبانو چلند داسې دی لکه په افغانستان کې چې اصلا هیڅ موسیقي او سرود نه وي.
وګړي، موسیقي او محتسبین
داوود د کابل په لوېدیځ کې یوه کراچي لري او بولاني پخوي. سږکال په پسرلي کې کله چې زه له پاسپورټ ریاست څخه د کوټه سنګي پر لور روان وم، د امربالمعروف درې محتسبین پر هغه شاوخوا راټول وو او یوه یې درې سختې څپېړې پرمخ وواهه. هغه ورځ نه ما او نه بل چا څه ویلای شول. ټولو یوازې په لغړو سترګو ښکاره ظلم لید او په ځان کې دننه خوړل کېدو. نن چې زه د داوود خواته لاړم او له هغه نه مې د دې دلیل وپوښت، پوه شوم چې هغه یې د خپل ملګري په دوکان کې نیولی و. دوی د «لډو» لوبه کوله او د داوود په مبایل موسیقي غږېده. محتسب داوود له غوړ لباس څخه رانیولی او هغه یې له دوکان نه بهر سړک ته را ایستلی او سزا یې ورکړې چې نورو ته د عبرت درس شي. داوود وایي: «دا ډول پېښې هره ورځ کېږي او هیڅوک څه نه وایي. حتی یو څوک یې دلیل هم نه پوښتي. کله چې یې زه په څپېړه وهلم، یوازې دې ته متوجه وم چې کومه خبره ونه کړم. که څوک خبره وکړي، هېڅکله یې نه پرېږدي.»
د کابل پوهنتون محصل جاوید سږکال د روژې میاشت کې له برچي څخه پوهنتون ته حرکت کوي. هغه په خپلو غوږونو کې غوږۍ اچوي او په موټر کې ناول لولي او بېکلامه موسیقي ته غوږ نیسي. پر پل سوخته له موټر څخه کوزېږي. همدا چې له موټر څخه ښکته کېږي، درې کسان چې ډاکټرانو ته ورته یونیفورم یې په تن دی، ورسره مخامخ کېږي. هغوی لومړی د هغه غوږۍ اخلي، بیا د هغه مبایل. جاوید چې په غوږیو کې موسیقي اورېده، په همدې جرم هغه ورځ پنځه سختې څپيړې وهل کېږي او دا د جاوید لپاره د ده په عمر کې تر ټولو سختې څپېړې وې. له هغه یې غوږۍ هم واخیستې او ورته ماتې يې کړې.
د کابل اوسیدونکي موسیقي اوري، خو په پټه توګه. د امربالمعروف او نهی عن المنکر بېرحمه محتسبین چې په پل سرخ کې په «عبدالماروف بېنیکر» مشهور دي، له هغوی وېره د خلکو زړونو ته ننوتلې. د موسیقۍ شخصي مجلسونه او د هنرمندانو د زړه تنګون غونډې ټولې په پټه جوړېږي.
په اختناق کې هنري اعتراض
موسیقي د ژوند د نبض غږ دی چې د هنرمندانو په حنجرو کې پټ دی. هره حنجره د افغانستان د ګوټ – ګوټ د خلکو درد او غږ بیانوي. د کابل تر سقوط وروسته د ژوند د نبض ځای د طالبانو ترانو ونیوه. هغه ترانې چې د انسانانو د وژنې په ستاینه کې په ډېر افراطي شکل ویل شوې دي. کله چې د افغانستان دودیزه موسیقي له کابله ووتله او کابل ته د طالبانو ترانې راغلې، داوود سرخوش د «وطنم» سندره له افغانستانه د باندې وویله. حسن آذرمهر هم په خپل غږ او ګیتار سره د افغانستان د ښځو او کډوالو درد په سندره بدل کړ. د جاوید امرخیل سندره «اخ جانان دی وطن» د جلا وطن ځوانانو په سترګو کې اوښکې چاري کړې او دغه راز د غوغا تابان «میبوسمت در بین طالبها نمیترسی» سندره هم د خلکو د زړه خبرې وې او د کابل پر دیوالونو ولیکل شوه.
دا اعتراضي سندرې یوازې د څو اعتراضي موسیقۍ بېلګې دي چې په پراخه توګه په مجازي فضا کې خپرې شوې. شکیب مصدق د اعتراضي موسیقۍ په اړه وایي: «زموږ کار د خلکو پر فکرونو اغېز کول دي. موخه دا ده چې د انسانانو فکرونه بدل شي او موسیقي باید پر ټولیز تعقل اغېز وکړي. خلک باید پوه شي چې د ژوند کولو، خبرې کولو او ازادۍ حق لري.» مګر کله چې د افغانستان کورنۍ رسنۍ د افغانستان د دودیزې موسیقۍ د خپرولو اجازه نه لري، نو اغېز به یې څه وي.»
په دې اړه هم مصدق وایي: «په خواشینۍ سره په هیواد کې دننه د افغانستان د دودیزې موسیقۍ اغېز کم دی. رسنیو ته د موسیقۍ د خپرولو اجازه نشته. پرځای یې رسنۍ داسې ترانې خپروي چې کرکې ته لمن وهي او جهادي فکرونه، وژنې او قتلونه تبلیغوي. دا حالت د افغانستان د کلتور، راتلونکي او د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی بلکې د هغو کسانو په ګټه دی چې غواړي خپلې بدوي نظریې تبلیغ کړي.»
ولې موسیقي ممنوع ده؟
افغانستان یوازینی هېواد دی چې موسیقي پکې منع ده. کله چې له طالبانو د موسیقۍ د منعې دلیل پوښتل کېږي، هغوی وایي: «د اسلام له نظره موسیقي حرامه ده ځکه په ذهن کې ګډوډي رامنځته کوي او د اسلام د پراختیا مخه نیسي.» د طالبانو د امربالمعروف رییس عزیزالرحمان مهاجر تېر کال په هرات کې د موسیقۍ وسایل د فسق او فساد وسایل بللي وو او د هغو کارول یې شرعي ګناه اعلان کړې وه.
خو، د ټولنپېژندنې د ماسټرۍ دورې محصل محمد عمر وایي: «د څېړونکو په وینا په قرآن کې د موسیقۍ د حراموالي په اړه هیڅ ایت نشته. د موسیقۍ د منع کېدو دلیل د ټولنې د کنټرول او د اعتراض د مخنیوي هڅه هم کېدای شي. موسیقي تل د خلکو د دردونو او غوښتنو د بیان لپاره یوه وسیله وه او کېدلای شي چې ډېره اغېزمنه وي. طالبان د خلکو له اعتراض او هغوی ته له حق ورکولو خوښ نه دي.»
شکیب مصدق د موسیقۍ د منع کولو په اړه وایي: «د موسیقۍ او شعر په منع کولو سره طالبان کولی شي په اسانۍ د خپلو سیاسي موخو لپاره په رسنیو کې له خپلو جهادي ترانو په مستقیمه توګه ګټه واخلي.»
د کابل د موسیقۍ حالت ډېر دردناک دی. کله-کله سړي ته ملي سرود وریادېږي. کله-کله په ناخبرۍ د «وطن عشق تو افتخارم» سندره خولې ته راځي، کله-کله انسان د تګ پر مهال د موسیقۍ له هوا سره مخ کېږي؛ خو کله چې پر موسیقۍ بندیز در یادېږي، نو د طالبانو تر واک لاندې تریخ ژوند دې سترګو ته درېږي.
یادونه: په افغانستان کې دننه چې له چا سره مرکې شوې دي، د هغوی نومونه مستعار دي.