اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بینټ وايي چې غور ولایت ته د سفر پر مهال د دایکندي د هزاره ګانو بوږنوونکې وژنه، د «نړیوالو جنایاتو» نښې لري.
ښاغلي بینټ نن (جمعه، ۲۳ د وږي) پر ایکس ليکلي چې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښيي.
ده ويلي: «زه د هغو بریدونو په تړاو اندېښمن یم چې د داعش خراسان ډله یې مسوولیت مني. په افغانستان کې په نړیواله کچه مخنيوي، خوندیتوب او [د جنایاتو په تړاو] پوښتنې کولو ته اړتیا ده.»
پرون تر ماسپښین وروسته پر موټرسایکل سپرو وسلوالو کسانو د دایکندي د «قریودال» او د غور د «پهلوسنګ» کلیو تر منځ د دایکندي پر اوسېدونکو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۴ تنه ووژل شول او شپږ نور ژوبل دي.
داعش ډلې د یوې اعلامیې له لارې دا برید منلی او ویلي يې دې چې ۱۵ تنه یې وژلي او شپږ نور ژوبل دي.
په دايکندي کې ډلییزه وژنه؛ داعش د برید پړه منلې او ورسره د وژلو شویو شمېر هم لوړ شوی
له وروستیو معلوماتو سره سم، د دايکندي او غور تر منځ ۱۴ ملکي هزاره ګان په ډزو وژل شوي دي او ورسره هممهاله د داعش خراسان څانګې د دايکندي او غور تر منځ په هزاره مېشتې سیمه کې د هزاره ګانو د وژنو مسوولیت منلی دی.
د دې برید ټول قربانیان د دایکندي د سنګتختوبندر ولسوالۍ د «قریودال» کلي اوسېدونکي وو او د کربلا د زیارتوالو د هرکلي لپاره د دایکندي او غور تر منځ سرحدي سیمې ته تللي وو.