اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په باباجي ولسوالۍ کې «نامعلومو وسله والو» د تېر حکومت یو محلي پولیس په ډزو وژلی دی.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه پولیس حاجي زلمی نومیده او تېره ورځ (جمعه، ۲۳ د وږي) د باباجي ولسوالۍ اړوند «ناصرانو» کلي کې د خپل کور مخې ته په ډزو وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، زلمي د تېر جمهوري نظام پرمهال په د محلي پولیسو سرتیری و او ادعا کوي چې شخصي دښمني یې هم درلوده.
هغه د دغه وژنې لامل نه دی څرګند کړی.
هلمند کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د سیمې خلک د دې ډول پیښو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وایي، چې طالبان باید د دې ډول وژنو مخه ونیسي.