اطلاعات روز: د «مسکو فارمټ» د شپږمې غونډې ګډونوالو په یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه لپاره مساوي او له تبعیض پرته خپل اقدامات ترسره کړي.
په دې اعلامیه کې چې پرون (جمعه، ۱۳ د تلې) د «مسکو فارمټ» د شپږمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته خپره شوې، پکې ویل شوي چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې او بېلتونپالې ډلې لاهم د نړۍ او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دي.
د دغې غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ښکاره او د تایید وړ ګامونه پورته کړي او د افغانستان له خاورې د ګاونډیو، سیمې او د سیمې ور هاخوا هېوادونو پر ضد یې د کارونې مخنیوی وکړي.
دوی دغه راز د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
دوی د «مسکو فارمټ» د شپږمې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د درېیمو هیوادونو له لوري د پوځي بنسټونو د جوړولو د هڅو په اړه اندېښنه څرګنده شوې او دا یې د سیمې او نړي د سولې او ثبات په ګټه نه دي بللي؛ خو په اعلامیه کې دا نه دي څرګند شوې چې کوم هېواد په افغانستان کې او یا د دې هیواد په ګاونډ کې د پوځي بنسټونو د جوړولو هڅه کوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی له طالبانو تمه لري چې یو متوسط، محتاط او ټول شموله حکومت جوړ کړي، چې د ښځو، نجونو او ټولو توکمونو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي حقونو او ګټو ساتنه وکړي او د افغانستان د خلکو د ګټو د خوندي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دوی ویلي، چې دوی په سیمه ییزو بهیرونو کې د طالبانو د ادغام ملاتړ کوي، په افغانستان کې د اقتصادي پروژو پلي کولو ته لېواله دي او له دغه هېواد سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.
د «مسکو فارمټ» شپږمه غونډه د روسیې، ایران، پاکستان، چین، هند، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او طالبانو د استازو په حضور کې د روسیې په پلازمېنه کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د هغه څه خلاف چې وروستۍ اعلامیه کې مطرح شوي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړ او ویې ویل چې داعش د افغانستان له پولو بهر د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د داعش تر نامه لاندې بریدونه د بهرنیو اتباعو له خوا شوي دي.
هغه د تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون د نورو ترهګرو ډلو نومونه یاد نه کړل.
په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له طالبانو سره پر اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چې سیمه ییز میکانیزم د افغانستان د ګڼو ستونزو لپاره غوره پایلې لري.