close
Photo: Social media

د کندهار په «دارالمجانین» کې د امکاناتو کمښت له امله خدمات پڅ شوي

په کندهار ولایت کې د رواني ناروغانو او لیونیانو د ساتنې او درملنې په یوازیني مرکز یا دارالمجانین کې د ناروغانو د زیاتوالي او د امکاناتو د نشت له کبله خدمات کم شوي او ټولو ناروغانو ته د پخوا په څیر پاملرنه نه کېږي.

د کندهار دارالمجانین ته د وروړل شویو ناروغانو د کورنیو غړي وایي، چې د پخوا په پرتله په دې مرکز کې خدمات په نشت حساب دي او هغه درمل او وسایل چې ناروغ ورته اړتیا لري دوی یې په خپل شخصي لګښت رانیسي.

د یوه رواني ناروغ ورور سمیع الله وایي، تر دې مخکې د رواني او لیوني ناروغانو د ساتنې مرکز خلکو ته د درملو، ساتنې، خوړو او صحي مشورو ورکولو  خدمتونه چمتو کول، خو په وینا یې چې اوس دغه هرڅه پر نشت حساب دي.

نوموړي وویل: «زما ورور لیونی و په کور کې ژوند ورسره سخت و مجبوره شولو چې د کور ځخه یې دغه دارالمجانین ته راولو هغه دوی بیرته جواب کړو ویل یې موږ یې د کور څخه تداوي کوو، یو ډاکټر راشي بیرته ولاړ شي، دواوې خپله ورته رانیسو دوی ویل زموږ سره ځای نشته، امکانات مو کم دي، اوس موږ خپله تداوي او ساتنه ورڅخه کوو، حکومت باید زموږ د خلکو غم وخوري او غږ مو واوري.»

د کندهار د سرې میاشتې دارالمجانین ته بل مراجعه کوونکی نصیب الله وایي، هغه طبي وسایل او درمل چې نوي رواني ناروغان ورته اړتیا لري ټول دوی په خپل شخصي لګښت رانیسي.

نصیب الله دغه راز زیاتوي، چې د سرې میاشتې ریاست اړوند د لیوني ناروغانو د ساتنې مرکز اوس هغه ښځینه ناروغانې نه قبلوي چې د لیونتوب تر حالته رسیدلې وي.

نصیب الله وویل: «زما خور په رواني مشکل اخته ده موږ دلته راوستله دوی بیرته جواب کړو ویل یې دا کور ته بوځئ هلته یې موږ ساتنه کوو په کور کې خو یې موږ خپله هم ساتلای شو، خو هلته زموږ نوره ګذاره نه سره کیږي، زړه مو هم پرې سوځي غریبان هم یو مجبوره یو دغه دارالمجانین ته یې راولو هغه یې دوی نه راڅخه قبلوي، پخوا په تېر نظام کې موږ دغه نجلۍ دلته بستر کړې وه جوړه شوه اوس داسې یو کال کېږي بیرته هغه د لیونتوب حمله پر راغلې ناجوړه شوې، ډاکټران وایي بیرته یې د لیونیانو ساتن ځای ته انتقال کړئ.»

همدارنګه د کندهار دارالمجانین کې روغ شوي ناروغان د نړیوالو روغتیايي موسېسات او د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د ناروغانو حالت ته په کتو دې دغه درالمجانین سره مرستې وکړي.

د شاه محمد په نوم یو ناروغ وایي، هغه امکانات چې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره چمتو کېږي کفایت نه کوي او باید تردې نور هم زیات شي.

شاه محمود وویل: «زما کورنۍ زه دوه کاله ترمخه ورویستلم هلته جوړ شوم بیرته دوی را رخصت کړم، اوس چې یو وخت د لیونتوب حمله راباندې راشي بیرته دوی ته راشم بیا ډاکټرانان پر بازار نسخه راته ولیکي ولاړ شم هغه دوا رانیسم بیرته جوړ شم، هر لیونی جوړیږي، خو چې سمه تداوي یې وشي.»

د کندهار په دارالمجانین کې ناروغان وایي، د پخوا په څیر ورته خدمات نه وړاندې کېږي

د کندهار د رواني ناروغانو ساتنځای کې یو تن رواني ناروغ جانان وایي، له یوې خوا له خپلو ماشومانو او کورنۍ څخه لېرې دی او بلخوا دغلته ورته د درملنې امکانات نه دي برابر شوي. هغه د طالبانو له حکومت او موسېسات څخه غوښتنه کوي، چې دوی ته دې پاملرنه وکړي.

هغه زیاتوي، په دې مرکز کې د رواني ناروغانو او لیونیانو ترمنځ توپیر نشته او ټول کافي امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

بلخوا کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې ټولنه چې د یاد دارالمجانین د تمویل مسوولیت په غاړه لري، وایي چې دا مهال یې امکانات کم او ترڅنګ یې د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

په دې ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو رییس محب الله ایوب اخوندزاده وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله ورسره د بهرنیو موسېساتو او خلکو مرستې کمې شوي چې له امله یې طبي امکانات او بودیجه کمه شوې.

هغه زیاتوي چې اوسمهال ورسره د کندهار په مرکزي دارالمجانین کې  د ۴۰۰ کسانو د درملنې امکانات او تشکل شتون لري او د پاتې شاوخوا ۱۷۰۰ ناروغانو درملنه له کورنو څخه ترسره کوي.

اخوندزاده وایي، دامهال یې کندهار کې ۳۸۳ میرمنو او شاوخوا ۱۳۱۷  تنو نارینه وو د درملنې امکانات برابر کړي، چې د بودیجې له امله ښايي راتلونکي کې دا شمېر راټیت شي.

هغه له موسېساتو او سوداګرو غوښتنه کوي چې د درملو او طبي امکاناتو په برخه کې ورسره مرستې وکړي.

نوموړي وویل: «دبودیجې ترڅنګ ځینې طبي وسایلو او درملو ته ډیره اړتیا لرو، موسېسات او تجاران دې زموږ سره مرستې وکړي موږ په بېلابېلو برخو کې لیونیانو او رواني ناروغانو ته امکانات برابر کړي دي.»

یاده دې وي چې تردې وړاندې د کندهار په دارالمجانین کې د رواني ناروغانو شمېر شاوخوا ۲۰۰ تنو ته رسیده، چې د ناروغانو پر وخت درملنه کیده او ژر یې روغتیا ښه کیده؛ خو د تېرو دوو کلونو راهیسې دا شمېر ۱۷۰۰ تنو ته لوړ شوی، چې اوس یاد مرکز د بودیجې او امکاناتو د کمښت له کبله ټولو ناروغانو ته پر وخت رسیدګي نه شي کولای.