که څه هم د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې په وار وار ایران ته د بې کیفیته تیلو د ورګرځولو خبر ورکړی، خو په دې وروستیو کې په هلمند او نیمروز ولایتونو کې عام خلک د تیلو د کیفیت له خرابوالي سرټکوي او وايي، د دغه ولایتونو په بازارونو کې د بې کیفیته تیلو د پلور له امله د ډیرو موټرو او موټرسایکلونو ماشینونه خراب شوي او زرګونه افغانۍ زیان یې لیدلی دی.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د بې کیفیته تیلو د پلور زیاتوالي ډېری ښاریان په ځانګړي توګه موټر او موټرسایکل چلوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وایي، که په ښار کې له هر پمپ څخه تېل واخلي د موټرو لپاره ستونزې جوړوي او په ډېر لږ وخت کې یې ماشینونه خرابوي.
عبدالرحیم چې په لښکرګاه کې موټر چلوي په دې اړه یې داسې وویل: «تېر کال به موږ سوپر تېل په ۶۵ افغانۍ اخيستل اوس یې په ۸۰ افغانۍ اخلو، سوپر نوم ورکوي، خو کیفیت یې تر عادي تېلو هم ټيټ دی زما موټر درې ځله خراب شوی او هر ځل یې د جوړولو لپاره زرګونه افغانۍ مصرف کوم.»
په هلمند کې د تیلو په پمپونو کې دوه ډوله تېل پلورل کېږي چې یو یې عادي تیل او بل یې سوپر تیل دي چې د عادي په پرتله سوپر تیل په لوړه بیه پلورل کېږي.
په لښکرګاه ښار کې ۳۶ کلن ټکسي چلوونکی سیدجان وایي، هرځل چې یې موټر ته تیل اچولي موټر یې ورته خراب کړی دی.
نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «په ټول ښار کې سم تېل نه پیدا کېږي، چې هر ځای کې مو موټر ته تېل وراچولي موټر مو خراب کړي، دغه میاشت ما د موټر پټرول پمپ د خرابو تیلو له وجي دوه وارې ور بدل کړی دی، دغه عادي تیلو کې خو د ورایه اوبه ګډې دي هغه سوپر تېل چې ورکوي یوازې یې نوم سوپر تېل دي، خو فرق یې نشته، نه پوهېږم چې د دې مخه ولې نه نیول کیږي.»
د خرابو تیلو کارول نه یوازې د موټرو ماشینونه خرابوي، بلکې د ښار چاپېریال یې هم ککړ کړی دی. لښکرګاه کې یوشمیر ښاریان وایي، د ټیټ کیفیت تېلو کارونې د لښکرګاه ښار هوا د پخوا په پرتله ډیره ککړه کړې او غوښتنه کوي، چې د مخنیوي لپاره یې باید جدي کار وشي.
بلخوا هلمند کې د خرابو تېلو د پلور مخنیوي په موخه د دغه ولایت ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې هم کمپاین پیل کړی او له طالبانو غواړي چې د ټيټ کیفیت تېلو د وارداتو او پلور مخه دې ونیسي.
د هلمند اوسیدونکي بصیرالله په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «موږ د خرابو تیلو له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ یو، هر څوک غواړي چې خپل وسایل په ښه کیفیت تېلو وچلوي، خو دلته داسې تېل نشته، په ټولنیزو رسنیو کې مو کمپاین پېل کړی، خو تر اوسه طالبانو جدي اقدام نه دی کړی.»
د فدامحمد په نوم د هلمند د یوې محلي رسنۍ خبریال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي: «ښاریان د تیلو د خرابوالي څخه سخت شکایت کوي او وایي، د تیلو خراب کیفیت له امله یې وسایل هره ورځ پر مستری خانو کې ولاړ وي، دوی غوښتنه کوي چې دولت دې د پمپو څخه په کلکه نظارت وکړي او هغه پمپونه چې تیل یې خراب وي وتړل شي.»
دغه راز په بازارونو کې د خرابو تېلو د زیاتوالي له کبله په لښکرګاه ښار کې د موټرو پر مستریانو هم بیروبار زیات شوی او کوم موټر چې مستریاتو ته وړل کېږي ډیری یې د بې کیفیته تیلو له کبله خراب شوي وي.
کریم شاه، چې په مرکز لښکرګاه کې د موټرو جوړولو ورکشاف لري په دې اړه داسې وویل: «هره ورځ درې یا څلور موټر د خرابو تیلو له کبله دلته راوړل کېږي، دا موټر ټول یو شان ستونزه لري، ماشینونه یې د ټیټ کیفیت تېلو له امله خرابېږي، چې دا ډېره جدي ستونزه ده.»
عبدالله چې موټر یې مستري ولاړ دی، وایي دا درېیم ځل دي چې موټر یې د بې کیفیته تیلو له کبله خرابیږي او په خبره یې چې په هر ځل جوړولو یې تر ۲۰۰۰ افغانیو زیات لګښت ورکوي.
نوموړی زیاتوي، چې طالبانو د بې کیفیته تیلو د مخنیوي لپاره ژمنې کړي، خو تر اوسه یې په دې اړه جدي اقدام نه دی کړی.
بلخوا هلمند کې د تېلو د پمپونو یو شمیر مالکان وایي، چې طالبان د لوړ کېفیته تېلو د واردولو پر سر لوړ ګمرکي محصول اخلي چې بیا دوی ته د پلور پرمهال ګټه نه کوي او نه شي کولای چې لومړی درجه تېل وارد کړي.
لښکرګاه کې یو تیل پلورنکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته په یو غږیز پیغام کې وویل، چې طالبان د عادي تیلو په پرتله د لوړ کیفیته تیلو محصول څو برابره اخلي، چې له کبله یې سوداګرو ته کمه ګټه پاتې کېږي او له همدې امله اړ دي چې عادي تیل وارد کړي.
ورته مهال نيمروز ولايت کې هم خلک د تیلو د کیفیت له خرابوالي شکایت کوي او وایي، که څه هم په دغه ولایت کې د نورو ولايتونو په پرتله د سون توکو د کنټرول په موخه د طالبانو د سټنډرډ ادارې فعاليتونه زيات دي، خو بیا هم په بازارونو کې د تیلو کیفیت خراب دی.
د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې يو ټکسي چلوونکی احمدحبیب وایي، چې طالبان تل ژمنې کوي چې د تیلو کیفیت ښه کیدو په موخه هڅې کوي، خو په خبره یې چې تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی او بې کیفیته تیلو د موټرو ماشینونه خراب کړي دي.
هغه وویل: «د تيلو کیفيت ډير زيات خراب دی ټول هغه کسان چې موټرونه لري که پوښتنه ورڅخه وشي هره اوونۍ به خپل موټر مستري خانو ته ورولي مستري چې موټر وګوري وايي دا د تيلو له امله يې ستونزه پیدا کړې، څلور کاله کېږي زه دلته موټر چلووم تر اوسه مې ولاکه سم تیل پیدا کړي وي.»
د نيمروز ولايت يو بل اوسيدونکی محمدابرهيم هم د تيلو د خراب کیفيت څخه شکايت کوي او وايي چې د تيلو د خرابوالي له امله يې ورځنۍ چارې د ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه زياتوي چې که څه هم د تيلو پمپ لرونکي دوی ته په لوړ قيمت او ډاډګيرينې سره تيل ورکوي، خو په وينا يې چې تيل بیا هم خراب وي او د دوی موټرو ته يې تخنيکي ستونزې پیدا کړي دي.
هغوي د طالب مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې د بې کفيته تيلو برخه کې دې څيړنه وکړي او اصلی ستونزه دې پیدا کړي.
نوموړي وویل: «موږ ته انديښنه پیدا کېږي هره ورځ د ملي سټنډر ادارې مسوولين خبر ورکوي چې موږ داسې تيل نيولي دي چې بي کیفيته دي چې دوی دومره تيل نيسي په داښار کې ولې سم تيل نه پیدا کېږي پمپ والا ته چې ورشې وايي، ۲ افغانۍ يې په لوړ قيمت درکومه دا ښه تيل دي، خو چې استفاده ورڅخه وکړې هيڅ سم نه وي د دغه ضمانتي او نورو تيل ترمنځ هيڅ توپير نشته.»
بلخوا په نيمروز کې دسون توکو د راوړلو د اتحادي يوه غړی چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې يو شمير د تيلو شرکتونه د طالبانو د سټنډر ادارې د يو شمير غړو سره د خپلوي او پیسو په بدل کې افغانستان ته بي کفيته تيل واردوي چې بیا د نيمروز په ګډون د افغانستان ګڼو ولايتونو ته دغه ډول تيل وړل کېږي او پر عامو خلکو پلورل کېږي.
هغه زياتوي چې دغه شرکتونه په ايران هېواد کې تيل پلورونکو ته د بي کفيته تيلو پرمايش ورکوي او د دوی په خوښ داسې تيل ورته جوړوي چې کیفيت يې خراب او قيمت يې ښکته وي.
هغه وايي، چې دغه شرکتونه په يو ليټر تيلو کې تر ۲۵ افغانيو پورې ګټه کوي چې نيمايي د تيلو د کنټرول کولو کميټې ته ورکوي.
نوموړي وويل: «لويه ستونزه فساد دی چې د تيلو په واردیدو کې ترسره کېږي داسې شرکتونه هم دلته فعال دي چې جوړې شوې کميټې ته پیسې ورکوي او بیا هغوی اجازه ورکوي چې خراب تيل افغانستان ته انتقال کړي که نه تاسو فکر وکړئ ټول تيل پر دروازه کې چک کېږي او بیا افغانستان ته راوړل کېږي، خو بیاهم بازارونه د خرابو تيلو څخه ډک دي اول بايد د فساد ريښې پیدا شي که نه دغه ستونزه نه شي حل کيدلی.»
موږ هڅه وکړه چې د خلکو دغه شکایت په نيمروز کې د طالبانو د سون توکو د کنټرول کميټې د مسولينو سره شريکې کړو، خو د هغوی د نظر په اخيستلو بريالي نه شوو؛ خو نيمروز کې د ولايت مقام مسوولين وايي، چې په دې ورستيو شپږو مياشتو کې یې ۱۲۰۰ ټانګره بي کیفيته تيل بیرته ايران ته ګرځولي دي.
د نيمروز د ولايت مقام د دفتر ريیس حامد ابراهيم وايي، چې هره ورځ د دوی لخوا جوړه شوې کميټه فعاليتونه ترسره کوي او د هغو تيلو مخه نيسي چې کیفيت يې خراب وي.
هغه يو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د تيلو د کیفيت د ښه کيدو په برخه کې به خپلي هڅې کړندۍ کړي.
نوموړي وويل: «په تېرو شپږو مياشتو کې د ۱۰ څخه تر ۱۵ زره ټانګره تيل افغانستان ته وارد شوي دي چې د هغې له جملي څخه د ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټانکره هغه منفي ثابت شوي چې بیرته ګرځول شوي دي.»
د نيمروز ترڅنګ په ټول افغانستان کې د تيلو د خراب کیفيت له امله وخت ناوخت شکايتونه کېږي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم جدي ګام نه دی پورته شوی. خلک د طالبانو له سرپرست حکومت غواړي چې د تیلو د کیفیت معلومولو لپاره دې له عصري وسایلو کار واخلي، ترڅو په بازارونو او ګمرکونو کې د خرابو تیلو مخه ونیول شي.