اطلاعات روز: یوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان څو وګړي چې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له لوري په پیل شویو لاریونو کې د اړودوړ پېښولو له امله نیول شوي وو، ادعا کړې چې په لاریونونو کې د ګډون لپاره دوکه ورکړل شوې وه.
د ایکسپریس ټریبیون له راپور سره سم، له دې افرادو څخه یو تن خیال ګل ادعا کړې چې تحریک انصاف ګوند ورته په لاریونو نو کې د ګډون او ویجاړۍ پېښولو په خاطر د ورځې د دوه زره روپیو د ورکړې ژمنه کړې وه.
ده پېښېماني څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د تحریک انصاف ګوند مشران وتښتېدل او موږ پولیسو ونیولو.»
د ملا داد په نوم یوه بل نیول شوي کس ویلي، چې دی او دوه نور ملګري یې د تحریک انصاف ګوند په لاریون کې د ګډون لپاره له پېښوره راغلي.
ده ادعا کړې چې ویجاړوونکو اعمالو کولو ته هڅول شوي.
ده ويلي: «موږ له خپلو افغانو وروڼو غواړو چې هیڅ ډول تاوتریخوالی ونه کړي او اموالو ته زیان ونه رسوي.»
د عبدالرحمان په نوم یوه بل نیول شوي کس ویلي، چې د خپلو اولادونو د ژوند تأمینولو لپاره سخت کار کوي او اړ و چې د اخلال لپاره د تحریک انصاف بلنه ومني.
ده زیاته کړې: «دوی له موږ غوښتل چې په اسلام اباد کې ګډ-وډي پېښه کړو او دولتي اموالو ته زیان واړوو.»
ایکسپریس ټریبیون لیکلي، چې چارواکي د هغو ټولو افرادو پر خلاف سخت قانوني اقدامات کوي چې په لاریونو کې ښکېل وو.
له دې راپور سره سم، د اسلام اباد په ډي چوک کې د تحریک انصاف د پلان شویو لاریونو په درشل کې پولیسو د هر ډول ګډ-وډۍ د مخنیوي لپاره غوڅ اقدامات کړي دي.
د دې رسنۍ په وینا، د اسلام اباد پولیسو ۴۱۲ تنه نیولي چې ۶۰ پکې د افغانستان وګړي دي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې اوس په زندان کې دی، د پاکستان په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د وروستیو ورځو پرمهال لوی لاریونونه راوایستل.
دا لاریونونه د عمران خان له لوري رابلل شوي وو او لاریونوالو له زندانه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوله.